ليکنه: عبدالحلیم حلمیار
ما پر تقدير ايمان راوړی، نه پر تدبير، زه ژوند يوه داسي الهي عطا ګڼم، چي شکر يې هيڅ وخت نه سم ادا کولای.
ژوند د لوړو ژورو د فتحي انجام دی، ما ته ژوند د پېچومو او کږلېچونو اختتام دی، زه ژوند پېژنم، خو ژوند ما هيڅکله نه پېژني.
زه د ژوند په راز پوهېږم، خو ژوند زما په راز نه پوهيږي، زما د ژوند منهج معلوم دی، خو د ژوند د زمان ستن تغير کوي او د نامعلومه منزل په لور درومي.
ماته وخت سرنوشت ټاکي، زه وخت ته سرنوشت نه سم ټاکلای، زه د ژوند تابع سوم، دا ځکه چي ژوند زما متابعت نه کاوه.
زه د مستقبل لپار معمور يم، مستقبل زما لپاره نه سي اعمارېدلای، ماته حقيقت نه دي کتمان سوي، خو زه حقيقت ته کتمان سوی يم.
پرون او نن مي د ژوند د بقا سمبولونه دي، زه په سبا نه پوهېږم، خو سبا په ما پوهيږي.
زه د انتقام په لټه کي نه يم، زه د ژوند پر جاده په «خير الامور اوسطها» باندي عمل غواړم، ماته قانون فوقيت لري، ځکه يې حامي او مقلد يم.
زه د کلتور تداوم ته ترجېح ورکوم، نه اوسني تقليد ته، ماته زمان پوهه راکړې، ما وخت خپل ښوونکی ټاکلی، زه د زمان په مدرسه کي يم، خو زمان زما څخه پردی دی.
زه طالب د حق يم، حق وايم، حق وينم، خو حق عملي کولای نه سم، زه وخت بدل کړی يم، خو زه وخت بدلولای نه سم.
غالب او مغلوب دواړو ته معلوم يم، خو ماته معلوم مغلوب، غالب او غالب مغلوب سول.