
د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چي د زابل ولايت په ښار صفا ولسوالي کي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي، چي ۴ طالب وسلوال يې وژلي او ۵ تنه يې ژوندي نيولي دی.
د کندهار ولايت مقام څخه يوه خبرپاڼه کي ویل سوي چي دغه عمليات د ښار صفا ولسوالۍ د توغان، حاجي عبدالروف او حاجي صالح محمد کلیو کي ترسره سوي دي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په یادو عملیاتو کي یو شمیر مهمات او چاودېدونکي توکي هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي، چي په سیمه کي يې له منځه وړي دي.
خو طالبانو ددغه عملياتو په هکله تر دا مهاله څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه