د غور سيمه ايز چارواکي وايي، چي نن د غرمې وروسته د غور-هرات پر لار درې مسافر د وسلوالو لخوا په ډزو وژل سوي دي.
د چارواکو په خبره، دغه درې مسافر د دايکنډي ولايت اوسېدونکي وه او نن غرمه له غور څخه د هرات پر لور روان وه، چي د مرکز فيروزکوه په سهيل لوېديځ کلاسرسنګ کي د وسلوالو لخوا لومړی له موټر څخه راکښته کړل سوي او بيا يې په ډزو وژلي دي.
له دې وړاندي هم د دايکنډي ولايت ځيني مسافر په غور ولايت کي د وسلوالو لخوا وژل سوي دي.
د دغه پېښي مسؤوليت تراوسه کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی.