په فرانسه کښي يوه روسي ميليارډر ميکايل پروکوراوف دنړۍ تر ټولو ګرانترينه ماڼۍ چي دليوپولډ په نوم ياديږي په ۴۹۶ ميليونه يورو رانيوله .
دغه ماڼۍ چي د فرانسې د جنوب ختيځ نايس نومي ښارګوټي ته څېرمه موقعیت لري د بلجيم د پادشاه ليوپولډ II دپاره په ۱۹۰۲ زېږديز کال کښي جوړه سوې ول؛ نن سبا دشتمنو خلګو لپاره درخصتی يو په زړه پوري ځای دئ .
روسي ميليارډر پروکوراوف په ۱۳،۳ ميليارډه يورو سره دنړۍ دشتمنو خلګو دليست ۲۴م نفر دئ .