
د پکتيا پوليس وايي، چي نن دوشنبه د پکتیا امنیه قومندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت منسوبینو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کي دوه تنه ماین لېږدونکي چي په یوه الټو موټر کي یې ماین انتقالولو د ماین سره یو ځای لاس په لاس د مرکز ګردیز اړوند دوغ اباد په سیمه کي نیول سوي دي چي په دې سره په مرکز ګردیز کي د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول سوه.
د پکتيا د امنيه قومندانۍ په وينا یاد نیول سوي کسان د مرکز ګردیز اوسیدونکي دي، په لومړنیو معلوماتو کي یې په خپل جرم اعتراف کړی چي دوسیه به یې ډیر ژر اړونده ارګانونو ته وسپارل سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه