لکي مروت کي ولسي وګړو د پوليسو لخوا د يوې ۱۳ کلني ماشومي د وژلو پرضد سخت لاريونونه پيل کړي دي.
د لکي مروت په جانيخېلو کي پوليسو پر يو کور چاپه ووهل، د ګل فراز په نوم يو نفر يې د هغې د ۱۳ کلني ورېرې سره يوځای په ډزو وواژه.
ددغې پېښي پرضد د سيمي خلګ راټول سوي وه او د حکومت ددغه وحشت پر وړاندي يې شعارونه ورکول.
لاريون کونکي وايي، چي پوليسو لومړی ګل فراز ونيوی او وروسته يې په ډزو ووژی. او د ګل فراز ورېره يې په دې خاطر ووژل چي هغه د پېښي حال په سترګو ليدلی وو او د عيني شاهد په تور يې هغه ووژل .
مظاهره چيانو غوښتنه کول چي د يادو پوليسو پرضد دي مقدمه درج کړل سي او ګل فراز او د هغې د معصومي ورېرې لپاره دي انصاف ورکړل سي.