ګرانو لوستونكو د تيري جمعي په ورځ د پاکستان د سرحد ایالت ګورنر ویس احمد غني او د قبایلو دچارو مسئول حبیب الهد او د صوبه سرحد دپولیسو مشر ملک نوید په پیښور کي له خبریالانو سره یه یوه ګډه غونډه كړي چي په هغو کښي دوى منلي چي پاکستان له یوه بغاوت سره مخ دئ .
دا لومړى ځل دى د پاكستان دولت چارواكي دا خبره كوي، تردي مخكي به دوى لدي سترګي پټولي چي په پاكستان كي طالبان او القاعده نشته، خو نن دا حقيقت ټولو ته واضح شو او بالآڅره دوى هم ومنله چي د يو بغاوت سره لاس او ګران دي، پاكستان طالبان د افغانستان د روانولو لپاره روزل او نن الحمد الله د خپل منافقت ښكار او پخپل دام كي بند ځان نشي خلاصولائ .
پاكستان په ډېر چالاقي سره دواړي غاړي خوړلې، هم يي د امريكا سره ځان د ترويزم ضد جګړه كي متحد بللو او هم يي طالبان د افغان دولت په ضد روزل او زموږ هېواد ته به يي تخريف لپاره استول، كله به چي هغه طالبان چي په وطن يي زړه سوزيد هغه څه به يي نه ترسره كول چي پاكستان به ورته ويل نو هغه طالبان به يي بيا په امريكا باندي په ډالرو خرڅول، يو ښكاره مثال يي د طالبان د دوري سفير دى، چي په غير قانوني توګه يي په امريكايانو باندي د څو ډالرو لپاره خرڅ كړ، نن طالبان هم پردي پوهه شول چي اصلي منافق خو دا دى چي هرڅه لدي ځايه ورانيږي او بايد موږ اول له دوى سره مبارزه وكړو، بيا وروسته به د نورو كفار سره ګورو، چي پدي كار سره د طالبانو سره ډېرو خلكو مينه پيدا شوه، او د دوى محبوبيت بيا په خلكو كي راوټوكېد، او هر ډول مرستي ورسره كوي، او د پاكستان حكومت يي ښه ورخطاء كړى دي .
نن كه د پاكستان حالاتو ته وګورو نو په خپل وطن به شكر وباسي چي دلته خو الحمدالله آرامي ده، په سوات، مهمند ايجنسي، كرمه ايجنس، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان كي خو په زرګونو طالبان چي داسي ورځ به نه وي چي د پاكستان امنيتي ځواكونه ته يي مرګ او ژوبله نه وي اړولي، بل خوا ته د بلوچستان بلوڅان هم د پاكستان له حكومت څخه ناراضه دي او په وسلوال مقاومت يي لاس پوري كړى دي، افغان دولت او د هغوى نړيوال انډيوالانو ته پكار دي چي لدي موقع څخه استفاده وكړي او د بلوڅانو او په سرحد كي د خپلو پښتنو وروڼو حمايت وكړي ترڅو خپله آزادي له پاكستان څخه ترلاسه كړي چي پدي سره په په ټوله منځنى آسيا او ګرده نړۍ كي سوله او آرامي راشي زه خپلي خبري ډېري نه اوږدوم او د شاعر پدي خبره چي وايي ته چي بل په غيشو ولي هسي پوهه شه چي همدا غيشى به ستا په لور ګزار شي يي پاى ته رسوم.