کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وږي ماړه كړئ چي اصلاحيان او انكشافيان نشي؟!

وږي ماړه كړئ چي اصلاحيان او انكشافيان نشي؟!

پدې دريو لسيزو كي افغانان د ډول ډول ډلو او ټپلو خوند وليد، هره ډله او هغه څوك چي سر راپورته كړي افغانان هغه په نيك پال نيسي او ورته لبيك وايي د جمعيت اصلاح انكشاف اجتماعي افغانستان يوه ډله ده چي نن سبا يو لړ كارونو كوي چي ځيني با احساسه خلك يي د ځان لور ته را مات كړي دي، وروسته خداى خبر چي دوى به د وطن لپاره ګټور وي او كه نه دا وروستى خبره ده را به شو د دوى لنډي پيژندني ته :

جمعيت اصلاح انكشاف اجتماعي افغانستان يو تنظيم دى چي د عدليي وزارت كي د يوي ټولني په نامه سره ثبت او راجستر شوى دى او فعاليت د يو تنظيم كوي، چي مشر يي محمد عاطف دى، دوى لومړى خپل كار په پاكستان كي د جهاد په دوران پيل كړ، چي ټولو مامورينو ته معاشونه يوي خيريه عربي موسسي د الجنة الدعوة الاسلامية  لخوا وركول كيدل، او په هغه وخت كي دوى دوه څانګي درلودي چي يوه يي د جليزو كيمپ چي د دار الارقم په نامه ياده او بله څانګه يي په ارباب روډ كي چي مركزي څانګه يي يوه د مركز فرهنګي اسلامي افغانستان په نامه ياده درلودي، چي اوس يي هم لري، دوى سره لومړى د عبد الله عزام مركز مرسته كوله، خو ډېر مرسته يي چي كوله د پاكستان استخباراتي اداري آى ايس آى د پاكستان د جماعت اسلامي قاضي حسين احمد د خدمت فاونډيشن لخوا كيده، مركز فرهنګي اسلامي د يولسم د سپتمبر له واقعي وروسته خپل نوم بدل او د ځان لپاره يي د جمعيت اصلاح انكشاف اجتماعي افغانستان نوم غوره كړ.

 دا يوازني اداره وه چي د طالبانو د سقوط وروسته خپل فعاليتونه په ډېر احتياط سره پيل كړل او په هغه وخت كي دوى د افغانستان رئيس جمهور ښاغلي كرزي ته د جلالت معاف كلمه كاروله او د طالبانو پر ضد يي څو توندي ليكلني په خپله اونيزه \”اصلاح ملي\”  خپري كړي چي د خلكو توجه يي ځانته جلب كړه، هغه دا چي طالبانو د خپلي واكمنۍ پدوران كي دوى له جلال آباد څخه شړلي ؤ او د دوى دفتر يي بند كړى ؤ، دوى اول په قلعه فتح الله كي د د مستقبل په نامه د انګلسي ژبي كورس يا انستيتيوت جوړ كړ، وروسته يي بيا ځان د عدلي وزارت كي د يوي ټولني په نامه سره ثبت كړ او راجستر كړ، او سوكه سوكه خپلي كارونه ګړندي او پراخه شول او د كابل ترڅنګ يي په نورو ولاياتو كي هم څانګي پرانستي او په هره څانګه يي يوه څانګړي مجله هم خپروي، او ددي تر څنګ دوى د كليو د بيا روغوني له وزارت څخه ځيني پروژي واخستي او كار پري وكړي همغه سبب شوي چي اوس يي ځان لپاره يوه خيريه ټولنه چي  HAS په نامه ياديږي جوړ كړه او خپل فعاليتونه يي افغانستان څخه كشمير ته هم غځول، چي پدي كار سره يي سړي ته شك پيدا كيږي.

جمعيت اصلاح انكشاف اجتماعي افغانستان  په كابل پوهنتون او ښووني او روزني په پوهنتونونو كي له محصلينو سره ډېري نژدي اړيكي پالي او كوښښ كوي چي د غريبو محصلينو سره ښي اړيكي ولري او كله نا كله له هغوى سره مالي مرسته هم كوي چي هغه هم ډېره لږ وي او يا كله نا كله محصلين خپلي فرهنګي څانګي ته د دعوت په نامه د چاى لپاره بيايي خو پدي كار سره يي د كابل پوهنتون او ښوني او روزني پوهنتون كي ډېر كار كړي دى او ډېر ځوان محصلينو توجه يي ځانته جلب كړيده ، او د كابل قلعه فتح الله د څلورم سرك مستقبل كورس يي پر دارالمعلمين بدل كړى، جالب خبره خو داده چي انجينر احمد شاه احمدØ �ي ورته خپل ټول كورونه په واك كي وركړي دي، چي له هغو څخه ګټه اخلي، دوى له دغو كړو سره بيا يو لړ نورو كړنو باندي هم بوخت او فعاليت كوي د افغانستان اتصالات مخابراتي شركت كي يو انګريز چي مخكي يي د انګلستان د M16 استخباراتي اداري سره كار كړى او د مايكل سمپل چي د افغانستان دولت څو مياشتي وړاندي په يو لړ ناسمو كړونو په تور له ملك څخه وشړلو د له ډېرو نږدو ملګرو څخه دى، اوس په اتصالات مخابراتي شركت كي د ماركيټينګ څانګي مسئول دى، د جمعيت اصلاح انكشاف اجتماعي افغانستان سره ډېري نژدي اړيكي لري او ورسره مالي مرسته كوي، چي د دوى لوى ډونر ښكاري او د دوى بل كار دا Ø �ى د نن سبا په كابل كي يو  تش په نامه پÚو چينل شمشاد سره ډېري نژدي اړيكي لري او هغو څخه په استفادي، خلكو ته وضع او نصحيت كوي، بل يي لا دا چي ځانونه كلك اخوانيان او په افغانستان كي يوازني اسلامي ډله معرفي كوي او ګومان كوي چي همدا دوى دي چي كابل او ځينو ولايتونو كي د اسلام څخه دفاع كوي كنه نو اسلام له ډېر غټ خطر سره مخ دى او هر كار چي كوي د اسلام په نامه يي كوي د طالبانو او حزب اسلامي مقاوت ورته نا سم ښكاري چي پدي كار سره يي افغان دولت هم خوشحاله ساتلى دى، بل عادت لكه د تبليغيانو د هغوى سره چي كله څوك ورسره سي روزي لپاره ولاړ نشي او كه د اسلام لپاره هرڅومره ډېره قرباني يي هم وركړي وي خو بيا هم د دوى په اند صحيح مسلمان ندى، اصلاحيان او انكشفيان بيا دا عادت لري چي له خپلو غړو پرته نورو ټولو پښتنو ته ولو كه هغه ملا عمر هم وي افغان ملتيان وايى او كه څوك د دوى غونډو ته نه ورځي نو فكر كوي چي دا هم افغان ملتى دى چي پدي كار سره يي ځانته ډېر متعصيب پاړسيوانان جلب كړيدي چي اكثريت يي لنډغر پنشيريان دي.