کور / شعر / غزل

غزل

 مدام ژړيږه ستاپه برخه شوتاوان غمونه
اوس دي زړګيه مبارك شه دهجران غمونه
مادرته نه ويل چي دښكلوچم ته مه ورځه نور
اوس نوبيدارشه اورانغاړه دجانان غمونه
خاورى به خوب كړي چي چاپيردرته ولاړه وي ټول
هغه دي څښي دزړګي ويني ظالمان غمونه
ساقي ترمورګويي راته ډك كړه يم راغلي  تاته
يومي غمونه دجانان بل دجهان غمونه
سيلابه خپله دي غوښتل اوس يي پيرته شړي
پريږده چي تاسره اوسيږي ستادوستان غمونه






بلا دي واخلمه جانانه غريبۍ خوړليا
درنه لوګي شمه مسافره مزدورۍ خوړليا


كلونه كيږي غريب ياره ستاسلام نه راځي
دتوروغرونو شاته وركه ستاپيغام نه راځي
مادلته خوري داستاغمونه مجبورۍ خوړليا


ستابه زه هم په زړه وريږم بي وسي ده ياره
څومره جدارانه اوسيږي څه نيستي ده ياره
كلي ته راشه دلندن مسافرۍ خوړليا


دوعا كوه دوعابه كوم زما پختون جانانه
دتاپاتي ژوند به تيروم ستا په كونډ تون جانانه
شوخه سيلابه په مستۍ كي خاموشۍ خوړليا