کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هیواد د خپلواکۍ اته اتیایمه کلیزه دي و ټولو ته مبارکه وي

د هیواد د خپلواکۍ اته اتیایمه کلیزه دي و ټولو ته مبارکه وي

غازی امان الله خان

غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ – مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږديز کال نه تر ١٩٢٩ زېږديز کال پوري د افغانستان پاچا وه. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى چي په ١٩١٩ زېږديز كال يي د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يي جوړ كړ او په همدي توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټوونکی بلل کېږي.

د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کښي د يو بي ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران و. امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كي زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی، د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى. د امان الله خان مور سرور سلطان بېګم نومېده. کله چي په ١٩١٩  زېږيز کال کښي دده پلار په د لغمان په كله ګوش کښي شهيد شو نو په هغه وخت کښي امان الله خان د کابل والي وء او د کابل د پوځ او خزاني ټول واک دده په لاس کښي وو. پدي وخت کښي امان الله خان په كابل كي پاچا شو او د خپلي پاچاهۍ له اعلان سره سم يي له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انګرېزانو پر ضد يي په ټول هېواد كي د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه. نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدي توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتي شو. اعليحضرت امان الله خان دي ته ډېر لېواله و چي هېواد يي پرمختګ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدي موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كي د و ښوونځيو په جوړولو پیل و كړ..

زده کړې :

لومړنۍ زده كړي يي په شاهي دربار او بيا يي نوري زده كړي په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كي تر سره كړي. په پوځي زده كړه كي يي ځانګړى استاد هم درلود چي محمود سامي پاشاه نومېده. امان الله خان د خپل پلار په دربار كي زيات محبوبيت او مينه وال لرل. كله به چي امير چېری په سفر ولاړ، نو د خپل عادت له مخي به يي خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ګرځول او كله به چي امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يي خورا غوره چلند كاوه، له بنديانو سره به يي ډېره نرمي كوله، او اّن كله به يي پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يي ځانګړى پام و. همدا لامل و چي كله يي خپله پاچاهي اعلان كړه، نو په دربار كي له كومي ځانګړي ستونزي سره مخ نه شو. امان الله خان ډېر زغم درلود، هوښيار او مدبر سړى و، په ډېره صريحه او څرګنده لهجه يي خبري كولي او كله به يي چي وينا كوله مقابل لورى به يي ډېر زيات تر خپل اغېز لاندي راووست.

كله چي د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كي روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ جوړ كړ، نو امان الله خان د همدي غورځنګ په فعاليتونو كي هم بشپړه ونډه واخيسته. د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدي غورځنګ غړي بنديان كړل، نو اعليحضرت امان الله د خپلي پاچاهۍ په لومړيو ورځو كي له زندان څخه را خلاص كړل او په دي توګه يي غوښتل چي د همدغو روڼ اندانو له پوهي څخه د هېواد په پرمختيا كي كار واخلي.

 امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و، چي د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يي ډېري هلي ځلي وكړې، خو له بده مرغه چي د پرمختيا او سمسورتيا په لار كي ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يي په دغه لار وړاندي تګ ته پرېنښود. امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كي داسي وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كي پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غاړه اخلم. كله چي ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چي د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په دننه اوبهر كي اّزاد او مستقل وي، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي.

 دلته به ډېر اصلاحات راځي، چي هېواد په نړۍ كي خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چاري اجرا كوم، تاسي به د خپل دين او هېواد په چارو كي ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.” كله چي اعليحضرت امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پري و نه ګراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چي د انګرېزانو په وړاندي د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لږ وخت كي انګرېزانو ته ماته وركړه.

 انګرېزانو چالاكي وكړه، د خپلي شرمېدونكي ماتي د پردي كولو لپاره يي د سولي خبري پيل كړي او د افغان غازيانو د لا نوري پرمختيا مخنيوى يي وكړ. د هېواد د فرهنګ د غوړېدا په لړ كي د اعليحضرت امان الله خان لومړى ګام د امان افغان ګڼی خپرول وو، چي لومړۍ ګڼه يي د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالـهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغي خپروني د خلكو د ذهنونو په روښانولو كي پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يي د وطن د پرمختيا لورى په ګوته كړ.

د مطبوعاتو په برخه كي بيا وروسته په لسګونو نوري جريدي او مجلي خپري شوي او په هر ولايت كي يوي جريدي خپروني كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كي امان الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كي د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډون لويه جرګه جوړه كړه، چي د افغانستان لومړنى اساسي قانون يي تصويب كړ. په اقتصادي برخه كي يي د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كي افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده.

په عمراني برخه كي نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لاري او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كي د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دي موخه واستول چي د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كي برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يي سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندي يي خڼدونه جوړ كړل.

كله چي اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كي د اروپا په سفر ووت او چي بېرته له سفره راستون شو د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندي خڼدونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى ګړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چي په هېواد كي يي وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږديز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كي يي استعفاء وركړه او پر ځاى يي خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى (حبيب الله كلكاني) په سر كي د پاچاهۍ نشه وه، ارګ يي محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لاري ايران او له هغه ځايه بيا ايټاليي ته لاړ، هملته يي له هېواده لري ژوند غوره كړ او ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يي له دي نړۍ سترګي پټي كړې. اروا يي ښاده


د اعليحضرت د وصيت له مخي د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كي د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.