د طالبانو يوې سرچيني ويلي، چي د انس حقاني په ګډون ددغي ډلي درې جګپوړي بنديان له بګرام زندان څخه خوشي سوي او قطر ته رسېدلي دي.
خو په رسمي توګه افغان دولت په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر سرچینو دغه خبرونه تایید کړي دي او ویلي يې دي، چي انس حقاني، حافظ رشید او حاجي مالي خان قطر ته ورسېدل، خو لا سیاسي دفتر ته نه دي سپارل سوي.
ګمان کیږي چي د بندیانو له تبادلې وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د درېدلو مذاکراتو د پیل لپاره پلمه پيدا سي.
افغان ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ اعلان وکړ چي د دوو امريکايي استادانو په بدل کي د طالبانو د دريو جګپوړو مشرانو د خوشي کولو پرېکړه کړې ده. خو وروسته د بنديانو تبادله د نامالومه دلائلو له امله وځنډېدل.
تر اوسه مالومه نه ده چي د امریکايي پوهنتون استادان، چاته او څنګه سپارل کیږي.
دغه امريکايي استادان په ۲۰۱۶ کال کي په کابل کي وتښتول سول.