ليکنه: عبدالنافع همت
۱: ګټي اخيستني ته وسپارل شو – به بهره برداری سپرده شد
دا جمله له فارسي څخه له کومي اړتيا پرته راژباړل شوې ده. له حکومت پرته ځيني خيريه ټولني، خواخوږي سوداګر او اشرباڼ هم په خپلو پيسو مسجدونه، لاري، پلونه، ويالې او داسي نور عام المنفعه ځايونه جوړوي او پخوا يې هم جوړول. ايا تر اوسه پوري چا له ولسي خلکو اورېدلي چي فلانی مسجد، مقبره، لاره او پل ګټي اخيستني ته وسپارل سو؟ ځواب بيخي واضح دی چي هيڅکله به مو نه وي اورېدلی، ځکه چي ګټه اخيستل يوه ګونګه خبره ده. که له ژورناليستيک پلوه دې جملې ته ښه ځير سو، نو د عام المنفعه ځايونو استعمال نه، بلکي د پروژې بشپړ کېده خبري ارزښت لري. کله چي يوه پروژه بشپړه کېږي ښکاره خبره ده چي خلک به کار ځني اخلي.
زما په فکر د يوې موسسې جوړول يا ترميمول د استعمال لپاره وي او هر استعمال يا کارول د ګټي لپاره نه وي. په يوه روغتون کي د مړو د ساتلو لپاره يخچالونه جوړېږي، ايا دا د ګټي خبره ده؟ ايا زيارت د ګټي لپاره جوړېږي؟
۲: شکمن سړی، مشکوک سړی.
شکمن فاعلي او مشکوک مفعولي حالت دی، خو ځيني خبريالان دا حالتونه نه سره جلا کوي، مثلا وايي چي (( پوليسو نن سهار د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کي يو شکمن سړی په ډزو وواژه)). که پېښي ته د پښتو ژبي د ګرامر له مخي ځير سو، نو پوليس شکمن او وژل سوی سړی مشکوک بللای سو.
۳: پورته کول، کښته کول – ډاونلوډ، آپلوډ
په انلاين ژورناليزم کي له انګليسی ژبې څخه (ډاونلوډ) په کښته کولو او (آپلوډ) په پورته کولو سره داسي ژباړل شوی چي په پښتو ژبه کي روښانه مانا نه ښندي. ښايي په انګرېزي ژبه کي به روښانه او واضح مانا ولري، خو په پښتو کي په دې کلماتو يو څوک هغه وخت پوهېدای سي چي د انګليسي د ( ډاونلوډ) او ( آپلوډ) په مانا وپوهېږي. زما په فکر ضرور نه ده چي هره کلمه دي ټکي په ټکي راوژباړو، نوري اسانه لاري هم سته، مثلا ويلای سو چي (( د احمد مقاله مي په لراوبر ويب پاڼه کي خپره کړه)). (( له تاند ويب پاڼي څخه مي د احمد مقاله راواخيسته)). دا چي مقاله مو را کاپي کړه، ډاونلوډ مو کړه او يا مو له هغه ځايه راپرې کړه تخنيکي پړاوونه يې مهم نه دي، بلکي موږ ته د کار نتيجه مهمه ده او نتيجه دا ده چي يوه ليکنه، عکس يا انځور مو په ويب پاڼه کي خپور کړ او يا مو ځني تر لاسه کړ.
۴: مجرده نجلۍ
ځيني کابل ميشتي خبريالان پېغلي نجلۍ ته مجرده نجلۍ وايي، حال دا چي د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي پېغلي ته څوک مجرده نجلۍ نه وايي، کېدای سي دا کلمه يې د انګليسي ژبي له (سينګل) څخه را اخيستی وي او يا يې د کابل له فارسي ژبو څخه تقليد کړی وي، ځکه اکثره دري ژبي کابليان د مدني حالت په موضوع کي د (دختر) پر ځای (دختر مجرد ) وايي.
۵: تر منځ، په منځ کي
په منځ کي د ظرف او لوښي لپاره کارول کېږي، خو تر منځ د دوو خپلواکو شيانو، پديدو يا ځايونو تر منځ رابطه څېړي. مثلا وايو چي د پاکستان او افغانستان د سرحدي پوليسو تر منځ وسله واله نښته وشوه. څرنګه چي د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله لوښی يا ظرف نه دی، نو بايد ( په منځ کي) نه، بلکي ( تر منځ ) ووايو، خو که يو شی په لوښي کي واقع وي، نو (په منځ کي) ورته ويلای شو، مثلا اوبه په ګيلاس کي دي.