
دهلمند ولايت چارواکي وايي، چي د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کي دافغان ځواکونو لخوا تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي او ددغه عملياتو پرمهال دوسلوالو مخالفينو ۱۵ پټنځايونه له منځه وړل سوي دي.
د هلمند ولايت امنيه قومنداني وايي، چي د عملیاتو پرمهال يې ګڼ ماينونه هم کشف او شنډ کړي چي وسلوالو پر عمومي لارو ځاي پرځاي کړي وه.
د چارواکو په وينا، يادو عملياتو پرمهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ زيان ندي رسيدلي.
خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه