د جميعت علماء اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړو نن د ( ازادۍ مارچ) په ملاتړ د چمن – کوټي لار بنده کړه.
د چمن –کوټي د لاري بندېدل د هغه پلان يوه برخه ده چي په اسلام اباد کي د حکومت ضد اپوزيسون د پلان بي لپاره اعلان کړه.
تېره ورځ په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) مشر مولانافضل الرحمن وويل، چي له دې وروسته به دوی پلان بي پيل کړي چي له مخي به يې په ټولو سيمو کي د حکومت ضد لاريونونه رابولي .
د (ازادۍ مارچ ) ګډونوال وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت ورته د منلو وړ نه دی او لومړی وزير عمران خان بايد استعفا ورکړي او بيا ټاکني وسي.
نن د چمن – کوټي لويه لار د سيد حميد کراس سره د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده سوه.