افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د نړيوالو همکارانو او امريکا سره د مشورو وروسته مو دا سخته پرېکړه وکړه، چي د له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو لپاره په مشروط ډول حاجي مالي خان د ولي خان زوی، انس حقاني د جلالدین زوی او عبدالرشید د محمد عمر زوی له بنده خوشي کړو.
نوموړي چي نن په دې هکله په کابل کي خبري غونډي ته وينا کول وويل، چي دغه کسان د دوو امريکايي استادانو په بدل کي خوشي کېږي.
ولسمشر غني وويل: نن غواړم له تاسې سره یوه سخته پرېکړه شریکه کړم. د ترهګرو په بند کې افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو په موندلو کې هڅو پایله نه درلوده او ښکاري چې د دوی روغتیايي حالت ښه نه دی.
پریکړه مو وکړه چې د طالبانو درې تنه لوړپوړي مشران د افغانستان له زندانه خوشې کړو.