د پاکستاني استخباراتو لخوا د اس پي طاهر داوړ يو خپلوان په شمالي وزيرستان کي په ډزو وژل سوی دی.
پېښه د ميرعلي په بازار کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د طاهر داوړ د تره زوی منصور خدي د سودا اخيستلو لپاره بازار ته راغلی وو.
طاهر داوړ چي پوليس افسر وو څو مياشتي وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړ په تور پاکستاني استخباراتو ووژی.
د منصور خدي کورنۍ وايي، چي استخباراتو دوی ته له وړاندي هم ګواښونه کړي وه او اوس به دوی د خپل وژل سوي کس لپاره د انصاف غوښتنه کوي.
له دې وړاندي هم ډېری کسان د پښتنو د حقونو غوښتني په تور د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا لادرکه سوي او وژل سوي دي.