د ( ولي اعدام ؟ ) په نوم په پښتو ژبه په ١٣٢ مخونو کي يو تازه اثر، د کتاب په بڼه په کابل ښار کي له چاپه راووت .
په دغه کتاب کې، چي ليکوال يي عبدالرؤف لېوال حسين خېل دى، په هېواد کي د وخت حاکمو نظامونو او ځواکمنو ډلو لخوا ډېرى هغو اعدامونو ته اشاره شوې، چي بي له کومي محاکمي ترسره شوي دي .
ياد شوى کتاب چي په ٢٠٠٠ ټوکه کي د زمري په ٢٤مه، چاپ شوى، د پښتۍ پر يوه مخ يي د طالبانو لخوا د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور( شاهپور احمدزي ) د اعدام انځور او پر بل مخ يي د ليکوال لنډه پېژندنه راغلي ده .
په ياد شوي اثرکي د نادرشاه لخوا د حبيب الله کلکاني ( بچه سقاو ) او د هغوى د ملګرو بي له محاکمي اعدامولو ( ١٣٠٨ ه کال ) څخه تراوسه پوري ترسره شويو يوشمېر انفرادي او ډله ييزو اعدامونو ته اشاره شوي ده .
لېکوال په دغه کتاب کي د طالبانو لخوا د باميانو د بودا د سترو مجسمو نړول هم يو اعدام بللى او ويلي يي دي، چي د بودا او ډاکټر نجيب الله اعدام، هغه حقيقت نور هم په ګوته کوي، چي د هېواد مشران تل د نورو د سياستونو ښکار شوي دي .
د کتاب سريزه خپله د کتاب د ليکوال له خوا ليکل شوي ده او په يوه برخه کي يي راغلي : (( دا کتاب نه ناول دى، نه داستان، نه رومان ، بلکي په افغانستان کي د تېرو پېښو ترخه او زيږه انځورونه دي ، چي راتلونکي نسل لپاره يو ويرجن عبرت دى . ))
د ليوال په باور، هري حاکمي او ځواکمني طبقي ، چي په افغانستان کي اعدامونه کړي دي ، يوه لاره يي ورته جوړه کړي ده او ګويا قانوني شکل يي ورکړى .
خو ليوال زياتوي چي ددي کتاب د ليکلو موخه دا وه ، چي لوستونکي د اعدام په اصلي موخو پوه شي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل :(( ما په دي اثر کي هڅه کړي تر څو لوستونکي په دي پوه شي ، چي ډېرى اعدامونه يواځي دمخالفينو د ځپلو او د پرديو په لمسون شوي دي . ))
د لېوال په وينا، د ياد شوي کتاب ليکل يو تريخ حقيقت دى، چي بايد په ډاګه شوى واى، تر څو راتلونکيو نسلو ته يو درس شي .
يو پنځوس کلن عبدالرووف ليوال حسين خېل له پنځو کلونو راهيسي په پژواک خبري اژانس کي د مشر ايديټر په توګه کار کوي .
ليوال که څه هم تراوسه په لسګونو مقالي ليکلي او بېلابېلو ځايونو کي چاپ شوي دي ، خو د ولي اعدام ؟ يي د کتاب په بڼه لومړنى چاپي اثر دى .
په دغه اثر کي له ١٢ چاپي اثرونو او سايټونو څخه د ماخذ په شکل کار اخيستل شوى دى .
د ولي اعدام ؟ په کتاب کي ځاى ځاى داعدام ځيني انځورونه هم راغلي دي .