کور / تازه خبرونه / د اركانزاس ایالت د ډيموکراټ ګوند رئيس ووژل شو

د اركانزاس ایالت د ډيموکراټ ګوند رئيس ووژل شو

د امريكا د اركانزاس ایالت د ډيموکراټ ګوند رئيس  د يوه ناپيژندل سوي چا لخوا په مرميو و وژل سو . دهغه وژنه د بارک اوباما د ترور د احتمال آوازه هم  زياته کړېده .

 خبري رسنيو خبر ورکړ چي «بيل گواټني» دامريکا د اركانزاس په ایالت کي دډيموکراټ ګوند رئیس وو چي د «هيلاري كلينټن» د انتخاباتي مبارزو په دوران کي د هغې د اصلي ملاتړکوونکو څخه شمېرل کېده او پخپله د بیل کلنټن د نيژدې دوستانو څخه وو .

 نوموړي د خپل کار په دفتر کي د هغه چا لخوا په دريو مرميو و وژل سو چي دهغه سره يې د ليدو غوښتنه درلوده .

ددغه خبرپر اساس د نوموړي ترور په داسي وخت کي تر سره شو چي د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتي  تبليغاتو  زور اخيستی او دا و بارک اوباما ته  هم د خطر زنګ ګڼل کېدای شي .

لا مخکي هم  د هيلاري کلنټن او اوباما  د انتخاباتي سياليو په دوران کي د باما د ترور آوازې خورې وې ،خو اوس ددغه ترور سره دغه شاني آوازې نوري هم  تودې  شوي دي .