د مسلم ليک (ن) ګوند مخکښان وايي چي د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف روغتيايي حالت د خطر سره مخ دی او بايد په يو پرمختللي روغتون کي يې درملنه وسي.
د ګوند يو مشر وايي، چي د نوازشريف روغتيايي حالت ورځ تربلي مخ پر خرابېدو دی او د هغه د ښې درملني لپاره بايد هغه له هيواد بهر روغتون ته ولېږدول سي.
د مسلم ليګ ګوند مشران وايي، چي حکومت د ښاغلي شريف په درملنه کي هيڅ مرسته نه کوي او په لوی لاس غواړي هغه د خطر سره مخ کړي.
نواز شريف د فساد په تور په بند کي وو، خو تېره اونۍ د خراب روغتيايي حالت له امله روغتون ته ولېږدول سو او محکمې هم د هغه د بند سزا د يوې مياشتي لپاره معطله کړل.