دا شعر مې په ۲۰۱۲ کال کې د پنجوایي ولسوالۍ د هغې ماشومې نجلۍ تصویر ته لیکلې وو چې ځناور امریکایي یې د کور ټول غړي ور شهیدان کړي وو او نن دغه شعر بیا ځکه تکراروم چې له دې تصویر سره به د ارغنداب د نجلۍ تصویر هم ابدي زما د زړه پر دیوال راځوړند وي.
د درد انځور
دوستان مې وایي نور بدل کړه د پروفایل عکس
د دغې پیښې بلا ډیره موده ووتله
کیسه زړه سوه ابۍ مړه سوه تبه وشکیدله
زما د پنجوای وحشي حمله له ذهنه ووتله
ای د تصویر میرمنې، ای په غم لړلې پیغلې
دوستان مې وایي ستا تصویر لرې کړم، زړه بریښوي
هغه ورځ ولې د چا زړه ونه چاود ونه درېد
چې ته لړلې وې د ورور په تړمو تړمو وینو
او دې جهان دې نندارې کولې
ریښتیا چې “څوک د چا له غمه نه مري وایي درواغ
ماته وګورئ یو تصویر ستاسو په وړاندې یمه”
ګرانې چې تا خاورې امبار په خپلو وړوڼو کړلې
داسې به زه هم خاورې ستا پر تصویر واړومه
زما دوستان په زړه نري دي درد زغملای نه سي
خو زه به ستا تصویر
د خپل زړګی په فریم کې کښیږدم