امريکا د ايران پر جګپوړو چارواکو تازه بنديزونه لګولي دي چي له مخي به يې دغه چارواکي نه سي کولای چي د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړ سي.
ددغه بنديزونو له مخي به په امريکا کي د يادو کسانو شتمنۍ هم کنګل سي.
په دغه بنديزونو کي د ايران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي زوی مجتبی خامنه اي او د هغه پوځي سلاکاران هم شامل دي.
د امريکا د خزانې وزير وايي، چي له دې بنديزونو څخه يې موخه داده چي د ايران لخوا د ترهګرو د مالي او فزيکي ملاتړ مخه ونيسي او د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ترهګريز سياست وځپي.