افغانان په وطن مين اوميړني خلک دي د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکي مبارزه ، ددي هيواد ملي ځانګړتيا او ټول تاريخ تشکيلوي . دغه وجه ده چي افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو ځانګو وايي ، هغه پرله پسي قرباني چه افغانانو د افغانستان دجوړيدو او د خپلي ازادۍ لپاره ورکړه انګريزان په دي بريالي نشو چه دغه قوم خپل تابع کړي . کال ١٨٠٩ ميلادي نه تر١٩١٩ ميلادي پوري افغانانو د يوي پيړۍ نه زيات وخت فقط د خپل ازادى لپاره په جنګونوکي تيرکړل او د زياتي قرباني په وسيله يي له نن څخه ٨٩ کاله مخکي د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيي څخه ترلاسه کړو ، غازى امان الله خان د خپلواکى اعلاميه په کابل کي د بادشاهي د اعلانولو سره سم اعلان کړ د افغانستان د خپلواکۍ داعلامي داعلانولو سره سم په هيواد کي دننه او د باندي يو زلزله پيداشوه ټول جهان د افغانستان دي مهم اقدام ته حيران شو ځکه چي انګليس په نړي کي يوازيني طاقت وه چي په نيول شوو ځمکوکي يي لمرنه ډوبيده .
افغانانو د خپلو مټو په زوردانګليسانو دغه امپراطوري ته شکست ورکړ اوخپل هيواد يي د اشغالګرانو څخه ازاد کړ . په د ي ازادۍ کي لراو بر پښتنو دخپلي خپلواکۍ دپاره ډيري هڅي کړي او د نړۍ لوي طاقتونه يي مات کړي دي ، دا دى اوس د ا�انستان خلک د خپل هيوا د خپلواکۍ ٨٩ مي کاليزي جشن په داسي حال کي لمانځي چي په هيوادکي د بنسټيزو پرمختګونو ترڅنګ د بيان ازادي او دبيا رغووني پروګرامونو مخ پر وړاندى روان دي .
خو ددي پراختياوو او بدلونونو باوجود د وروستيو کلنو د پراختياوو بهير او پايلو داهم ښکاره کوي چه له بده مرغه په خورا ډېرو برخو کښي لا تراوسه داسی منفی فکتورونه را مينځته شويدی چي دافغان ولس له غوښتنو او هيلو سره په انډول کښی نه دى افغانستان يوځل بيا د مختلفو توتيو او دسيسو ښکارشوي هره ورځ زمونږ هيوادوال او بي ګناه ماشومان په مختلفو طريقوسره خپل ژوند له لاسه ورکÙ �ى ، دهيواد ماشومان دتعليم نه محروميږي ، ددي جنګونو اصلي موخه معلومه نه ده خوظاهرا هغه پښتانه په نښه د ي کوم چي ټول عمر ددي سياستونو قرباني شوي او په مختلفو نمونو سره دوي د هرنوع ترقي او پشرفت څخه بي برخه پاتي شوي امنيتي ستونزي افغانان فکرمندکړي اوحکومت په دي لاره کي پاتي راغلي دى ، دغه خبره دافغانستان دحکومت دويم جګپوړي چارواکي احمدضيامسعود هم تائيد کړي وائي (( په افغانستان کي د امنيتي ستونزو ډېرېدل د زياتو خلکو د اندېښني وړ گرځېدلي دي .
عامو خلکو حکومت ته سترگي نيولي چي په هېواد کي د امنيت د ښه کولو لپاره څه وکړي، خو د حکومت دويم ترټولو جگÙ �وړي چارواکي ومنله چي پخپله حکومت هم‡ پوهيږي چي څنگه په هېواد کي امنيت ټينگ کړي .
د ولسمشر لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود وويل چي حکومت او نړيوال ملاتړي يي د امنيت د ټينگښت په اړه يوه منظمه او معقوله امنيتي تگلاره نه لري . ده وويل د مخالفو وسله والو په بريدونو کي زياتوالى د دغه ډول يوي تگلاري د نشتوالي له امله دى . هغه زياته کړه له بهره د راوښتونکو اورپکو د مخنيوي دنده د افغان حکومت پرغاړه ده او افغانان بايد په خپله خاوره کي د خپل هېواد ننگه وکړي .
دغه رازد بى بى سى دپښتو څانګي درپورټ په اساس دافغانستان دفاع وزارت وايي سږ کال دخپلواکۍ جشن دولسمشرۍ په ماڼۍ کي لمانځي دغه وزارت ادعا کوي چي ددي فيصلي اصلي موخه د لارو سړکونو د تړلو او بندېدلو مخه نيول دى . ګرچي دغه وزارت وياند دا نه مني چي گواکي د امنيتي انديښنو له کبله دا چاره تر سره کوي. خو ډير خلک ددي گام تر شاه امنيتي لاملونه ويني . د افغانستان د خپلواکۍ ورځ به هر کال د کابل په غازي لوبغالي کي لمانځله کيده چي زرگونو خلکو به په کي برخه اخسته،سربېره پر لوړ پوړو دولتي چارواکو، پوځيانو، زده کوونکو، بزگرانو او د ټولني نورو پوړونو هم په دغه دستوره کي گډون کاوۀ .
پوښتنه داده چي ولي د خپلواکۍ ورځ د غازي لوبغالي پر ځاى د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي لمانځل کيږي،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي Ú �که داسي کوي چي سړوکونه ونه تړل شي،خوډېر خلک ددي گام تر شاه امنيتي انيښني ويني. پورتنى حالاتو څخه معلوميږي چي ايا دافغانستان خلک په کومو شرايطو کي دازادي جشن لمانځي ايا عام خلک به په دي خوشحالي کي څنګه برخه واخلي داټولي خبري ددي ګواهي ورکوي چي زمونږ په هيوادکي دامنيت مسله ډيري ستونزي لري دغه شان (( ملگري ملتونه وايي په افغانستان کي د ولسي وگړو مرگ ژوبله دوه برابره لوړه شوي ده ، د دغي ټولني د مشر بان کي مون يو مرستيال جان هومز وايي د روان عيسوي کال د پيل راهيسي نژدې٧ سوه ملکي کسان وژل شوي چي د تيرکال په پرتله دوه برابره کيږي .
ګرچي په هيوادکي بنسټيزي اوښتني ترسره شوي دي کوم چي مثبتي شونتياوي لري خو ددي اوښتنو دبهير دلاښه کيدوپه خاطرلازمه ده چي ددي بهير لاروښونه او پالنه د افغانستان په دولتی اداره کي د خپلواکو، ملی، پاک لمنو او پياوړيو سياسی ځواکونو له خوا ترسره شي .
د افغانستان خلک په دي فکرکي ؤ چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروسته به په افغانستان کي صلحه تامين شي اوافغانان به په هوسائي کي ژوند اختيارکړي مګر موجوده حالا تو نور هم دافغانانو کړاوونه زيات کړل او واکمن حاکميت ددي کړاونو په رفع کولو کي پاتي راغلى دى هره ورځ بيا هم په جنګ کي هغه بي ګناه هيواØ �وال خپل ژوند له لاسه وکوي چي بيګاه ته يي د يوي مړي ډوډۍ درک نه لږي افغان مظوم اولس نه پوهيږي چي کوم خواته مخه وکړي داځکه چي موجوده حاکميت تراوسه پوري په هيوادکي دقانون حاکميت او دفساد په وړاندي دومره پاتي راغلي چي دخلکوورته هيڅ اميدنشته ، دظلم اوعدم قانونيت په درشل کي افغانانوته دفرياد دروازي بندي دي دغه وجه ده چي دخپل هيواد داستقلال دجشن د لمانځلو خوشحالي هم ورنه هيره شوي . په افغانستان کي بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ او د ددي سره اداري فساد او د دولتي مديريت کمزوري زموږ د ټولني ملي ګټي زيان مندکړي دي .
ددي په خواه کي ځيني هيوادو نه غواړي چي Ø �خپلو غرض ناکو سياست په دوام سره پښتØه د دنياد نقشي له مخي لري کړي او دوي د خپلو ټولو تاريخي اوکلتوري مسايلو څخه خلاص کړي ، پښتون قوم ته ډيره ضروري ده ترڅو په دي خبره ښه پوه شي اودنوردګټو قرباني نشئ . دافغانانو دښمنان په دي نيت کي دي ترڅو پښتون قوم چي په ټول عمرکي يي د شهامت او د لاوري صفات درلودل په ټولنه کي بدنام او د تل لپاره يي په خپلو کي په جنګ اوجګړو کي ډوب وساتي . ترڅو د دوي سياسي او اقتصادي ګټي د پېړيو پېړيو په اوږدو کي د بشپړي ناکامۍ سره مخامخ شي ، که خداى ناخواسته دښمنان په د ي کار کي برياليتوب ترلاسه کړي په هغه صورت کي به پښتون ولس د خپل ژوند دبقا لپاره ډيروستونزوسره مخامخ شي دا هغه سوالونه دي چي پشتون قوم يي دخپل مشرانوڅخه لري او دغه مشران بايد د زماني په دي روان سياستونو پوشي چي دا هرڅه يواځي د دوي د وجود دکمزورولو لپاره روان دى ، د دوي دغربت لپاره روان دى ، د دوي دبي سوادکيدولپاره روان دى .
تجربو ښودلي ده چه د يو هيواد د خپلواکي دفاع هغه وخت کيداي شي ترڅو پوموټي ملت ، او لوړدفاعي قدرت او پياوړي حاکميت ولري افغانستان د خپلي ازادۍ او خپلواکۍ او دهغه د ارزښتونو دساتني او تامين لپاره پوره مادي او معنوي امکانات لري ، خو يوازي ديوه پيا وړي ملي اوخدمتګار حاکميت ته اړتيا ده ، چه پور ته دندي ترسره شي . په دي هيله چي نور په هيواد کي جنګ ختم شي ترڅو زمونږ هيوادوال وکړئ شي په سوله کي دخپل هيواد دازادۍ جشن په شاندارو مراسمو سره تجليل کړي
تل دي وى ازاد افغانستان