روغتيايي مسؤولين وايي، چي د پاکستان د مخکني لومړي وزير نوازشريف په صحت کي کوم ښه والی نه دی راغلی او د هغه روغتيايي حالت نور هم خراب سوی دی.
ډاکټران وايي، چي نوازشريف د زړه او ګردو له رنځه کړېږي او د هغه د وينو د کمښت سره هم مخ دی.
نوازشريف چي د فساد په تور بندي وو، يوه اونۍ وړاندي دروغتيايي حالت د خرابېدو له امله روغتون ته ولېږدول سو او اوس محکمې د هغه د بند سزا يوه نيمه مياشت وځنډول.
مسلم ليګ نواز ګوند لومړی وزير عمران خان په دې تورنوي، چي خپل سياسي رقيبان د بېلابېلو لاروڅخه ځپي او نواز شريف يې هم په دې بندي کړی چي خپل مخالف ته سياسي ضربه ورکړي.