ښاغلى بارتل بريز بول د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کي د اګست د مياشتي پر ١٤ ليکي:
که څه هم، سناتور اوباما او سناتور مکېن ښه ډېر اختلافات سره لري، خو پر يوې مسلې توافق هم سره لري. هغه افغانستان ته د اضافه عسکرو استول دي. ښاغلى مکېن غواړي چي پدې شرط افغانستان ته نور اضافه عسکر واستوي چي په عراق کي حالات ښه سي. مګر ښاغلى اوباما وايي پکار وه چي د عراق پر ځاى مو افغانستان ته زيات عسکر لېږلي واى. ځکه افغانستان د ټروريزم پر خلاف د جنګ ميدان دى، او موږ مجبوره يو چي د افغانستان په بياودانولو کي د مارشال پلان غوندي يو تجويز ولرو.
د امريکاددفاع وزير، رابرت ګېټس، هم د دوى سره موافق نظر لري. هغه غواړي چي د افغانستان د ملي پوځ د روزلو او تقويه کولو په غرض ٢٠ بيلونه ډالره تخصيص سي. د عامه افکارو سروې ښيي چي ٦٠ فيصده امريکايان افغانستان ته د اضافه عسکرو د استولو سره موافق دي. د ټايم مجلې د افغانستان جنګ د “ښه جنګ” په نامه ياد کړى دى.
مګر ايا ممکنه ده چي د بې اتفاقه، غريب، او وران افغانستان څخه يو اباد او ودان ملک جوړ سي؟ د افغانستان په بېدياو او غرونو کي د امريکا منافع څه دي؟ حتى که دا منافع ډېري هم وي، اياهغوى دوه مهمي دي چي بايد په هر قيمت چي کېږي تر لاسه سي؟ دغو پوښتنو ته جواب ورکول افغانستان ته دنورو اضافه عسکرو د استولو مفکوره تر جدي سوال لاندي کوي.
په متحده ايالاتو کي د سپټمبر د يولسمي د ټروريسټي حملو را وروسته، د طالبانود حکومت رانسکورول يو موجه، معقول، او عادلانه عمل وو. د طالبانو دحکومت کمبله فقط په څو اونيو کي د يو څو سوو امريکايي خاصو عسکرو په مټ ور ټوله سوه. البته، د شمال دايتلاف په مرسته.
مګر د هغه وخت را پدې خوا، همدا ماموريت نور هم پراخ سوى دى. نن ورځ، په افغانستان کي ٧١٠٠٠ د ناټو عسکر پراته دي. خو بياهم، وضع ورځ په ورځ خرابېږي. د کال ٢٠٠٤ په پرتله په کال ٢٠٠٧ کي د ياغيانو حملې لس برابره زياتي سوي دي. دغه راز، ځانمرګي حملې، د سړک د غاړي بمونه، او نور بريدونه هم ډېر سوي دي. په کال ٢٠٠١ کي، زموږ مهم انډيوال – د شمال ايتلاف- دونه زياته خاوره په لاس کي وه چي زموږ د اوسني انډيوال – حامدکرزي- تر ولکې لاندي نده.
متحده ايالات بايد هرومرو هغه خلک مجازات کړي چي پر امريکا باندي يې حمله کړې ده او هغه خلک هم مجازات کړي چي همدغو کسانو ته يې د سېب او پټېدو ځاى برابر کړى دى. همدا سبب وو چي د افغانستان جنګ د عامه امريکايانو ملاتړ تر لاسه کړ. زموږ د جنګ اساسي اهداف- د طالبانو راپرځول او د القاعدې ړنګول- کاملا تر لاسه سوي دي. خو په افغانستان کي د امريکا د ماموريت اوږدېدل د امريکا د څلورو نورو منافعو په باب بحثونه راپورته کوي. لمړى، د بين المللي ټروريسټانو لپاره د سېب ځايونه ختمول؛ دوهم، پدغه حساسه منطقه کي د امريکا د نفوذ او طاقت خورول؛ درېېم، د مسلمانانو د زړونو، فکرونو، او ملاتړ تر لاسه کول؛ او بالاخره، د مخدره موادو او قاچاق نوغى ايستل دي. دا هره مسله جدي غور غواړي.
لمړى، د ټروريسټانو لپاره په افغانستان او يا نورو هيوادونو کي د سېب دځاى ختمول بېله شکه د امريکا ډېره مهمه ګټه او وظيفه ده. مګر ددغه هدف لاسته راوړل، نه د يوه ملک اشغال ته اړتيا لري او نه هم افغانستان ته د نورو اضافه عسکرو لېږلو ته. ځکه د ټروريزم پر خلاف مجادله د ملکونو نيولو ته اړتيا نلري، بلکي استخباراتو او مخصوصو پوځي قابليتونو ته ضرورت لري.
که څه هم، طالبان کرار کرار غښتلي کېږي، خو يوازي به هله القاعده ته بيا د سېب ځاى برابر کړي چي کابل ونيسي. مګر تر هغه وخت پوري چي موږ د کابل د حکومت سره مرسته کوو، د افغان پوځ روزوو، او خپل استخبارات هلته لرو، د طالبانو د کابل د نيولو خوب او خيال به هيڅکه ريشتيا نسي.
بلخوا، که چيري طالبان بياهم قدرت ته ورسېږي، او د القاعدې لپاره د سېب ځاى برابر کړي، ښايي د امريکا دامنيت لپاره ډېر زيات خطر ايجاد نه کړي.
په افغانستان او عراق کي، د برتانيې پخوانى دپلومات، روري سټيوارټ، چي همدا اوس په کابل کي يوه غير دولتي موسسه لري، استدلال کوي او وايي: په افغانستان کي د ټروريسټي ډلو تمرينات هغه ابتدايي ګوريلايي روزني وې چي د سپټمبر د يوولسمي له حملو سره يې هيڅ ډول ارتباط نه لاره. ښاغلى روري وايي:”تاسو د چاقو د استعمال د زده کولو لپاره افغانستان ته د ورتګ اړتيا نلرئ. افغانستان د پيلوټۍ د زده کولو لپاره مکتبونه نه درلودل.”
د سپټمبر د يوولسمي د حملو لپاره د القاعدې دقاتلانو روزنه په افغانستان کي نه بلکي د جب بوش_ دجمهور ريس بوش کشر ورور او د فلوريډا د هغه وخت ګورنر_ په فلوريډا کي وسوه. د سپټمبر د يوولسمي د حملو د مخنيوى لپاره بايد هامبورګ اشغال سوى واى، ځکه ددغه ټروريسټي بريد لمړني پلانونه هلته وضع سوي وه.
نو بنا، په افغانستان کي د ټروريزم خلاف د مبارزې لپاره امريکايان ښايي ٢٠٠٠٠ عسکرو ته اړتيا ولري، نه زياتو ته. بايد دا ومنو چي افغانستان يو ليري، منزوي، او غريب ملک دى چي د القاعدې سره څه اړيکي هم نلري. القاعده همدا اوس په پاکستان کي ټنډه خوبونه کوي.
بياهم، امريکا په افغانستان کي ډېرو لږو عسکرو ته ضرورت لري. دونه عسکر چي استخبارات راغونډ کړي، او خاصو قواوو ته ددې فرصت برابر کړي چي ټروريسټان تباه او محوه کړي.
دوهم، په سيمه کي د امريکا د نفوذ او قدرت د خورولو موضوع به وګورو. افغانستان پدې منطقه کي د پاکستان، ايران، مرکزي اسيا، او حتى چين سره پولي لري. دا مسله بېله شکه ارزښت لري، خو ددغه هدف د لاسته راوړلو لپاره يوازي يو هوايي ډګر ته ضرورت سته چي زموږ په اختيار کي وي، يو افغانى حکومت چي زموږ دوست وي، او يوه کوچينۍ خاصه قوه چي د ضرورت پر وخت عمليات وکړي.
بلخوا، دا هم روښانه نده چي ولي امريکا ددغه اهدافو د لاسته راړولو لپاره افغانستان ته ضرورت لري، ځکه همدا اوس امريکا په اوزبکستان او منګوليا کي په ډېر لږ قيمت ستراتيژيکي اډې لري.
درېېم، د يوه عصري او مډرن اسلام او د مسلمانانو د زړونو د ګټولو لپاره دافغانستان نړيوال اهميت په هيڅ کي حسابېږي. بل داچي په اسلامي نړۍ کي افغانستان کوم خاص اهميت نلري. په افغانستان کي د بغداد په شان اسلامي مدنيت او ثقافت هم ندى تېر سوى. د عراق په خلاف، په افغانستان کي د شيعه ګانو کوم خاص امام هم نسته. لنډه دا چي د امريکا لپاره د طالبانو غوندي يوه وهابي اسلام ماتول کومه خاصه ګټه نلري.
څلرم، د مخدره موادو راايسارول هم ډېر کمزورى دليل دى. د امريکا د جمهوري رياست کانديدانو هم دا مسله د خپل انتخاباتي کمپېن اصلي موضوع نده ګرځولې. بلخوا، د هيروينو لپاره زموږ تقاضا د افغاني بزګرانو ګناه نده.
اوس نو، د افغانستان لپاره څه ډول تعهد ته چمتو يو؟ په افغانستان کي د ناټو پخواني قومندان، جنرال ډان مکنېل، ويلي دي چي د ټروريزم ضد مفکورې په حساب د افغانستان لپاره بايد ٤٠٠٠٠٠ عسکر واستول سي.
د افغانستان ارامول ډېر ګران کار دى. روسان او انګريزان همدې واقعيت ته وروسته له ډېرو تاوانونو څخه ورسېدل. نن سبا، په افغانستان کي تر عراق زيات امريکايي عسکر مري. د کندهار د محبس کاميابه عمليات او په کنړ کي د امريکايي پوځي اډې ماتول هيڅکه په عراق کي ندى پېښ سوي.
د افغانستان اشغال يو ستر تاکتيکي برياليتوب وو، او يو سم ستراتيژيکي اقدام وو. مګر اوس داسي برېښي چي امريکا په لوى لاس د افغانستان جنګ د يوشتمي پېړۍ په ويتنام بدلوي. د جنرال مکنېل په قول په افغانستان کي کامله کاميابي لاسته راوړل، دا ايجابوي چي هلته د عراق په تناسب درې برابره عسکر واستول سي.
که چيري امريکايان په هغه څه باور لري چي سناتور اوباما يې غواړي، او هغه دا چي د افغانستان جنګ يو “ښه جنګ” دى او بايد افغانستان ودان او اباد سي، نو بيا امريکايان مجبوره دي چي هم يې قيمت ومني او هم داو مني چي هلته برى يو ليري او ورک خوب او خيال دى.