جاپان په پاکستان کي د افغان کډوالو سره د دوه مليونه ډالرو مرسته کوي، چي له مخي به ئې د کډوالو د زدکړو، روغتيا او نورو چارو کي ولګول سي.
په پاکستان کي د جاپان سفير کنینوري مټسوډا او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمنځ ددغه مرستي تړون پرون په اسلام اباد کي لاسليک سو.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو این ایچ سي آر) مشرې روینډریني مینیکډویلا وويل، چي د جاپان د خلکو او حکومت دا مرسته به یو این ایچ سي آر ته دا موقع ورکړي چې د ځورېدلو کډوالو د روغتیا د بنیادي اسانتیاوو او د ښوونځيو د ښه کولو په برخه کي ولګوي.