کور / راپور / دفاع وزير اسدالله خالد: طالبان خپل مړي په ملکي وګړو کي حسابي

دفاع وزير اسدالله خالد: طالبان خپل مړي په ملکي وګړو کي حسابي

 

د دفاع وزير اسدالله خالد چي تېره ورځ ئې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د ناټو غړو هيوادونو په غونډه کي خبري کولې وويل، چي طالبان خپل وژل سوي جنګيالي هم د ملکي وګړو په تلفاتو کي حسابوي، چي په دې سره ديوناما په راپور کي د ملکي وګړو د وژلو شمېر لوړ ښودل سوی دی.

ښاغلي خالد منلې چي په ځينو مواردو کي ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي، خو په کومه اندازه چي په راپور کي ياد سوي هومره نه دي.

نوموړی وايي، چي موږ په بشپړه توګه د ملکي وګړو د مصؤونيت لپاره ټول اصول په پام کي نيولي دي.

اسدالله خالد وایي: “دا په دې مانا نه ده چې دا کارونه کافي دي، بیا یادونه کوم، موږ تر عملیاتو مخکې او د عملیاتو تر پایه دې ته متوجې یوو چې ملکي خلک ونه وژل شي.”

د اکتوبر پر ۱۷ نېټه د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ یوناما وویل، د روان کال په دریو میاشتو (جولای، اګست او سپټمبر) کي ۴۳۱۳ ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

یوناما وویل چي دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.