له ارګ څخه يوې باوري سرچينې ويلي، چي د جمعې په ورځ په مسکو کي د افغانستان په تړاو جوړېدونکي غونډه کي به ګډون ونه کړي.
دغه غونډه چي سبا د جمعې په ورځ د روسيې په پلازمېنه مسکو کي جوړېږي پکي د روسيې، امريکا، چين او پاکستان استازي به پکي ګډون وکړي.
افغان حکومت وايي، چي دا غونډه ددغه هيوادونو خپلمنځي مشورتي ناسته ده او افغان استازي به پکي ګډون ونه کړي.
ټاکل سوې په دغه ناسته کي د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم برخه واخلي.
د مسکو د ناستي په تړاو تراوسه ډېر جزئيات نه دي خپاره سوي. خو له دې وړاندي هم په مسکو کي د طالبانو او د افغانستان د ځينو سياسيونو ترمنځ غونډه جوړه سوې وه چي افغان حکومت ئې مخالفت وکړ.