د ننګرهار چارواکي وايي، چي په دې وروستيو کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ نښتو زور اخيستی او د دواړو خواوو په لسګونه کسان وژل سوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د ننګرهار ولایت په شیرزادو،خوږیاڼو،پچیراګام او هسکې مینې ولسوالیو کې په تېرو دوو میاشتو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله ۳۲ داعشیان وژل سوي او ۱۸ ټپیان دي.
د خوګياڼي په خبره، په دغه نښتو کي همدا راز ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان دي .
بل خوا د داعش په نوم يوه خبرپاڼه خپره سوې چي پکي طالبان د پرديو مزدوران ياد سوي او پکي ويل سوي چي د هغوی پرضد به جګړې ته دوام ورکوي.
طالبانو او داعش ډلي تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.