د ۱۹۱۹ م کال دفرورۍ دمیاشتي په شمله نیټه دشپي دوه بجي وي چي دلغمان په کله ګوش کي افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچي ډز پر ابدي خوب ویده کړ.
دهمدي شپي پرسبا دامیر ورور سردار نصرالله خان په جلال اباد کي خپله واکمني اعلان کړه او درسمیت پیژندني لپاره یی له هندي استازي چلسمفورد سره اړیکي ونیولې. هندي استازي د فرورۍ دمیاشتي په ۲۵ نیټه یعني څلور ورځي وروسته لندن ته خبرورکړ چي نصرالله ډیر تلوار کوي او دلیک له بڼي یی داسي جوتیږي چي دوه اړخیزه ملګرتیا غواړي، خو دامیر ناڅاپي مرګ ماته دشاهي کورنۍ دغړیوو ترمنځ یو بل ډول سیالي ښکاري. له یوي خوا دامیر دریم ځوۍ امان الله خان په کابل کي ځان دپلار ځای ناستي اعلان کړي او له بلي خوا په جلال ابادکي دهغه ورور همدیته ورته کار کړې. خو زما هیله داده چي له دغو دواړو یو دریښتیني ملګري په توګه غوره کړو. دا هم باید په ډاګه کړم چي ملایان او روحانیون دنصرالله خان ، خو عسکري ځواک او عام ولس دامان الله خان ننګه کوي.
او پټه دی نه وي، چي په ختیځه نړۍ کي دمذهبي او دیني سرچینو په پرتله دغورځنګونو خوځنده قوه ملي احساس دی، نو هرکله چی دواړه لوري په سیالۍ کي دیوبل پروړاندي ودریږي نو بریالیتوب د ولسپالو په برخه وي، نو له حالاتو داسي معلومیږي چی امان الله خان دهیواد واګي په لویء اکثریت په لاس کی نیسي.
له دي وروسته لندن ډهلي ته خبرورکړ چي له دغو دواړو اعلان شویوو دولتونو څخه یی یو هم ترهغي چي یو له دواړو ښه رامخکي نشي او ځان ریښتیني واکمن ثابت نه کړي په رسمیت ونه پیژني.
دمارچ په دریمه نیټه امان الله خان چلمسفورد ته ولیکل: زه هیڅ شک نه لرم چي تاسو به زما دپلار په ناڅاپي مړینه خواشیني شوي یاست، ځکه نوموړي دبي پري سیاست څښتن او له تاسو سره دریښتینو او دوستانه اړیکو پلوي و، او نور نو هرڅه تاسو ته جوت دي. خو دومره وایم چي دیوامیرپه توګه دافغانستان تاج او تخت ماته سپارل شوې، نو له همدي امله تاسو ته دایوه نکته دریادول غواړم چي ازاد او خپلواک افغانستان دپخوا په څیر په هر مهال او هر ډول شرایطو کي له تاسو سره د دوه اړخیزي ملګرتیا پربنسټ چلن خپل اصول ګڼي، او دټولو سوداګریزو او ناسوداګریزو اړیکو او پریکړو په هکله چي زمونږ او ستاستي دهیوادونو په ګټه وي دلوۍ انګلستان سره په هر وخت کي خبرو ته چمتو دې.
څو ورځي وروسته امان الله خان خلکو ته اعلان وکړ چي دافغانستان دامارت واګي په لاس کي اخستل او دپاچاهۍ پرګدۍ کښیناستل په دوه شرطونو مني: یو داچي ترهغي به په ارام نه کیني چي دخپل پلار د مرګ غچ یی نه وي اخستي او بل داچي افغانستان یی دخپلواکۍ دستر نعمت په ګاڼه نه وي پسوللې.
هماغه و چي امیر امان الله خان داپریل دمیاشتي په ۱۳ مه ۱۹۱۹ م کال چي داسد دمیاشتي له ۲۸ نیټي ۱۲۹۸ سره سمون لري لویه جرګه راوبلله او په هغي کی یی په رسمي ډول دافغانستان خپلواکي داسي اعلان کړه:
) له دي وروسته زه خپل ځان او خپل ګران هیواد دټولو بیروني او داخلي چارو له مخي په پوره توګه ازاد او خپلواک اعلانووم، نور به زمونږ هیواد لکه دنړۍ دنورو هیوادونو او ولسونو غوندي دازادۍ له نعمت څخه خوند اخلي او هیڅ بیروني قدرت ته به نوره ددي اجازه ورنکړم چي دسر د یو ویښته په اندازه هم دخپلواک افغانستان دبهرني او داخلي سیاست په بریدونو کي لاسوهنه اوتیري وکړې، او که هرچا داکار وکړ نو سوګند په خدای یادووم چي په دغه توره یی ویني تویء کړم.
له دي وروسته یی دبرطانیی استازي ته چي په جرګه کي ناست و مخ راواړوه او په تنده لهجه یی ورغبرګه کړه:
اۍ سفیره! ماچي څه وویل ته پري پوه شوې؟
هغه له ویري په ډک انداز سر وخوځاوه، چي هو پوه شوم .(
نور نو په افغانانو کي دملي غرور احساسات راوپاریدل، او داسي ښکاریدل چي دخپل هیواد خپلواکي له دي وروسته آن دخپلو سرونو په بدله ساتي اوترهغي به دخپلواک هیواد څخه په میړانه دفاع کوي چي یابریالي شي او یا ککرۍ وخوري.
له دغه اعلان څخه دوه ورځي وروسته دهند نایب السلطنه امان الله خان ته ولیکل:
په دي کي هیڅ شک نشته چي هندبه ستاسي پریکړه ومني خو چنداني زړه ورته نه ښه کوي. او په دي کار مونږ افسوس کوو، په داسي حال کي چي افغانستان تازه دیوي دردناکي پیښي سره مخ شوي او داسي یو څوک یی له لاسه ورکړي چي تل یی دخلکو دښیګڼې، سولي او ارامۍ لپاره کارکاوه ، او په خپلو عاقلانه څرګندونو یی تل دجګړه ایزو معاملو څخه ځان ساتلي و. نو دانګلستان حکومت دخپل دا ډول ملګري په مړینه ډیر غمجن دي . او له تاسي هم مننه کوو چي دامارت پرګدۍ له ناستي سره سم مو مونږ ته خبرراکړ او دخپل پلار او نیکه په څیر مو زمونږ سره خپله ملګرتیا وښودله. خو کومه پریکړه چي تاسو کړي دهغي په اړه اوس مونږ ځکه څه نه وایو چي دافغانستان خلک دیوي دردناکي پیښي سره مخ شوي او هم دخبرو لپاره مناسب وخت نه بریښي.
له دي لیک څخه دوه اونۍ وروسته امان الله خان خپل عسکري ځواک ته دهند او افغانستان ترمنځ په پرته اوږده پوله دورختو قومانده ورکړه او له امله یی دري افغان جنرالان دډیورنډ دکرښي پر لور رهي شول.
سرلښکر او عمومي قوماندان صالح محمد خان دمۍ دمیاشتي په دریمه نیټه ډکي ته ورسید، عبدالقدوس خان دمۍ دمیاشتي په پنځمه نیټه دغلجي قوم له لښکرو سره مخکي لاړ او له دي یوه ورځ وروسته محمد نادرخان له منظمو عسکرو او دغلجي قوم له څو زرو نفرو سره د خوست له پولو ورتیرشو
دانګلیس افغان ترمنځ خونړۍ نښته دمۍ دمیاشتي پر شپږمه نیټه ۱۹۱۹ کي پیل شوه.
افغاني عسکرو دلنډیکوتل داوبو سرچینه پر انګریزانو بنده کړه خو برتانویانو په ځواب کي دخیبرتنګي وتړلو او داسي ښکاریده چي یوه ویروونکي خاموشه جګړه له دواړو خواوو پیل ده، دصالح محمد خان ځواکونو دمناسب وخت نه مخکي پر انګریزانو برید وکړ، خو هغویء وار له مخه ځانته دمخکي تګ څو مناسبي لاري غوره کړي وی. همداسي وشول پرافغاني عسکرو ختیځه ساحه تنګه شوه او برتانویان لږ څه مخکي لاړل چي پر دی مهال دنادرخان ځواکونو په بله جبهه کي اوربل کړ او انګریزي قطعو هغي خواته مخه کړه او دلته پر افغاني عسکرو فشار لږ شو او له بندي کړۍ راووتل.
دجګړي له پیل څخه لږ وروسته په بیړه حالات واوښتل، انګریزان وتښتیدل، ووژل شول، بي شمیره ټپیان شول او افغاني زمریان دجګړي پرډګر بریالي ودریدل.
دمۍ دمیاشتي په ۲۴ نیټه امان الله خان انګریز استازي چلمسفورد ته بیا ولیکل:
اوس یی مني او که نه؟
داځل هغوی ء په ډیر ترخه غبرګون دامیر خبره ومنله، جګړي پایء ته ورسیدي او افغانستان خپلواک شو.