د کندهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په معروف ولسوالۍ کي ئې ۱۶ طالب وسلوال وژلي او ۱۲ نور ئې ژوبل کړي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر وايي، چي تېره شپه طالب وسلوالو غوښتل چي پر معروف ولسوالۍ حمله وکړي، خو د کشفي راپورونو پر اساس افغان هوايي ځواکونود هغوی ليکي په نښه کړې او ۱۶ کسان ئې ووژل او ۱۲ نور ئې ژوبل کړل.
د هغه په خبره، د وسلوالو ۱۶ جسدونه ددوی په لاس کي دي.
طالب وسلوالو تر اوسه ددې پېښي په هکله غبرګون نه دی ښودلی.