په چترال کي د پاکستاني پوځ پر ګاډي د بمي بريد په پايله کي ددغه پوځ درې سرتېري هلاک سوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.
پېښه تېره ورځ د چترال د ارندو تحصیل په “هسکو هوار” نومې سیمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوځ ګاډۍ د ګزمې په حالت کي وو.
د يادې پېښي پړه د حزب الاحرار ډل پر غاړه اخيستې ده او د نورو بريدونو ګواښونه ئې هم کړي دي.