د پکتيا ولايت د پټان په ولسوالۍ کې ٧٢تنه طالبان نن ورځ يکشنبه د ايتلافي ځواکونو په بمباری کې وژل شويدي
دپکتيا ولايت د امنيې قوماندان سمونوال عصمت الله عليزي پر وينا چې تير شپه د دولت ضد وسله والو طالبانو په پټان ولسوالۍ بريدکړی وو چې موږ د ځوابيا بريد لپاره د ايتلاف ځواکونو څخه مرسته وغوښته چې دوې هوايي بريد وکړچې په نتيجه کې ٧٢ طالبانو ووژل شول
عليزې زياتوي چې موږ د جګړې وروسته ١٢ کسان ژوندي هم نيولي دي چې دا مهال په بند کې ترې پوښتني راونې دي
خو تراوسه پدې اړه د دولت ضد وسله والو طالبانو رسنيو ته څه ندي ويلي