ليکوال: بشرمل ناصر
دتاريخ په طلاي پاڼوکې چې دهرنسل او نژاد پاڼې را اړوې دخپل قام له پاره يې قرباني ورکړې ده او داحساس له لارې يې مسوليت ترسره کړى دى د ژبې او قام په خاطر يې ستړې ورځې شپې ګاللې دي دمرګ ګواښونه ورته شوي دي دزندان په توره خونه کې يې تورې شپې په زحمت سره تېرې کړې دي.
دپښتانه تاريخ ته که ځير شو دتاريخ هره پاڼه يې په وينو سره راته ښکاري که چيري دولسمشرۍ ترچوکۍ ورسېږي دهغې په سر خپل ورور وژنې داسي تيمورشاه له خپل ورور سره جګړې وکړې دوينو سيلابونه يې وبهيدل ـ دوطن کاڼې په وينورنګ شو او له هغه ورسته دثور انقلاب راغى چې ټول خلک له وطنه ولاړو د جنګ بازار تود شو هرچاخپله برخه په کې واخيسته دهېواد ټول تعميرونه ړنګ شو او دغلو له پاره يې لاره هواره کړه چې شتمنې په پنحاب خرڅه کړي دبرق پاې ، طيارې ، ټاګونه او کتابتونونه لوټ شو دپوهنتونونو دروازې وتړل شوې دبل له پاره مو وطن ړنګ کړ دخپل منځي جګړو ګټه وبل جاته ورسېده او دپنحاب په خوله يې دوطن ولسمشر نجيب الله درته شهيد کړ او هغوى په چوک درته راوځنړولى دانسانيت له چوکاټه لري کار وئ چې لاتراوسه په داسي بدبختيوکې راګير دى دپښتنوپه سيمه کې چنارونو اوراخيستى دى دښوونځي دروازې تړل شوې دي دکلي په جومات کې وژل کېږي په کلي ، کوڅه ، او کرونده کې وينې توهېږي او څوک مري ؟
ددې کلي بزګر ، امام ، کليوال او ښوونکى به وي ـ داسي پښتونخوا وطن د وزيرستان غرونه په وينه سره دي کارغان دپښتنو په غوښو ماړه شو دننګ غټې کلاګانې يې ړنګې شوې داسي کوربه نه وي چې شهيدبه نه لري دژوند له خوږلته يې د خوږوالي څکه نه وکړه ـ دمکار دښمن له طرفه لا دحق غوښتوني بنديزونه باندې لګېږي دبې ګناه ځوانانو جنازې کورونو ته ورځي په رښتيا ويلو يې بنديز دى چې هريو رښتياوايي لا زندان وي او لا يې په سروينوکې ګور ته ولېږي ـ ترڅوبه دواړه طرف ته پښتانه دغم په ټغر ناست وي دخوشحالي هوسونه به کله کوي دزغم پيالې به ډکې شي د يوالي لاسونه به سره ورکړي او ستاسو له پاره به پولادي ديوال شي.