پداسي حال كښي چي په لر افغانستان كښي دوينو توده لوبه روانه ده پنجاب اودهغه تالى څټي وفاداران دپاكستان دخپلواكۍ يويشتمه كاليزه لمانځي څوارلسم اګست هغه ورځ ده چي په كومه ورځ دافغانانو په زخمى سينه پوځل بيا دويم خنجر ووهل شو اودغه سيمه داوږدمهالي غلامۍ لاندي راغله پدغه عمل كښي دپښتنو سندلرونكي جاسوسان او ديو څو پيسو په خاطر خپل ايمان پلورونكي هم شامل وو دپنجاب په درسى كتابونو كښي داتل په توګه يا دشوى كسان چي په اصل كښي يي د اسلام او پښتون افغان دواړوته زيان رسولى دى دڅوارلسم اګست په ورځ بيا دپنجاب او دهغو وفادارانولخوا ستايل كيږي څورلسم اګست كه چرته يو پښتون لمانځي نودابه داسى وي چي يوه كس ښځه په زور بل كس واده كړى او دغه كس بيا دهغه په واده كښي اټن كوي دغه خو يو حقيقت دى چي پښتانه له تيرو يوشپتوكالو دنورو په اټن كښي خپله شمله ته ول وركړيدى دنړۍ قومونه دخپلي خپلواكۍ ورځي لمانځى خو له بده مرغه په لر افغانستان كښي پښتانه دخپلي غلامۍ ورځ په اټڼو او سندرو بدرګه كوي پدغه ورځ دپنجاب واكمنان دغه هوډ كوي چي دپاكستان سلامي ته رامنځته شوي خطر ونه به له منځه وړي او كه خوك ځان پوهوى اوكه نه پنجاب دپاكستان سلامتى ته تر ټولو لوى خطر اّزاد افغانستان بولي او واكمن دغه اراده كوي چي په افغانستان كښي به خپله دشرم څخه ډكي تګلاري يعني لاسوهني ته دوام وركوي يوخوا ته دپنجاب دتور استعمار دلاسوهني له امله په لر اوبر افغانستان كښي په لكونو انسانان وژل شوى اويا هم دژوند له كړو وړو څخه وتلي دي بلخواته كه وګورو نو دپنجاب د استعمار ګري تګلاري له امله افغان پيغلي دپاكستان په كوڅو كښي خيراتونو غواړي او دغه خبره به بي ځايه نه وي چي د پاكستان په سندهـ او پنجاب كښي ډيرى افغان انجونه دپيسو په سر پلورل شوي او هلته تورلنګيانو په نكاح كړيدي دغه ظلم خو لاپريږده څه موده وړاندي دمجاهدينو په نوم په افغانستان كښي د جګړي په وخت ډيرى افغان ميرمني چي پاخو پيغلي دي اويايي ميړونه په ناترسو جګړو كښي وژل شو وو پيښور ته راوستل شوي او دلته پرخلكو په پيسو وپلورل شوي دجمعيت علماء اسلام \”س\” امير مولانا سميع الحق دپاكستان په پارلمان كښي دغه خبره كوله چي له افغانستان څخه راوړل شوي ښځي مال غنيمت دى پداسي حال كښي چي څوك زمونږ خويندي ميندي په بازارونو كښي وپلوري او ديو څو روپو لپاره هغه خپل دښمن ته په لاس وركړي پداسي حالاتو كښي پرپرديو ډولونو اټن كول مناسب نه ښكاري دافغان پيغلو په پلورلو كښي كه يو خواته دپنجاب واكمن او استخباراتى ادارو لاس وو خوبلخواته په مختليفو نومونو د افغانستان دهغو څو تنو بي ننګه افغانانو چي تراوسه دګاونډي هېواد په په پيسو دخپل هېواد په ړنګولو او دخپلي مور سرلوڅولو په كار كښي فعاله ونډه لري داسلام په نوم جوړ شوو حزبونو كه يو خواته دافغانستان خښته له خښتي سره وووهله بلخواته يي دغه تمه هم وكړه چي افغانستان پرګاونډيانو دخپلو شخصي ګټو لپاره وپلوري او دغه عمل تر نن ورځي پوري په دوام داره توګه روان دي څورلسم اګست يوځل بيا پداسي حال كښي پرلر افغانستان راځي چي په كوم وخت كښي په ټوله سيمه كښي دترهګرۍ په نوم جګړه كښي دپښتنو دپوهانو، قومي مشرانو ، مخورو او ديني عالمانو وژنه ته دوام وركول شويدىاو په ټو له پښتنى سيمه كښي دطالب په نوم داستخباراتو لوبه كښي په سلګونو ښوونځي له منځه وړل شوي اوپرماشومانو دښووني او روزني ورونه تړل شويدي څورلسم اګست پداسي حال كښي بيا راغبركيږي چي په لر او بر افغانستان كښي هره ورځ په لسګونو بي ګناه خلك دبم چاودنو او ترهګريزو بريدونو قربانيان دي څوارلسم اګست بياپداسي ناورين حالاتو كښي راځي چي د خان شهيد خان عبدالصمد خان اڅكزي دوينو بدل اخستل لا پښتنو دځان دنده نده بللي او دفخر افغان با چاخان ديوالي په فلسفه يي ځان ندى خبر كړى او اوس لاهم د دښمن ډول ته با بو لالي وايي اوخپله دغلامۍ ورځ لمانځي پداسي حالاتو كښي يو پښتون څنګه كولي شي چي دغه ورځ ولمانځي په كومه ورځ دده وجود دغلامۍ كندي ته غورځول شوي او دي نه خپل نوم اونه پرخپلو شتمنيو اختيار اونه پخپله ژبه دليكلو او ويلو واك لري پداسى حال كښي يو پښتون څنګه كولي شي چي دغه ورځ ولمانځى په كوم هېواد كښي چي دپښتنو تاريخ ته په سپكه كتل شوى اوخپل بى پته كسان داتلانو په توګه يادوي يو شعورى انسان كه لږ فكر وكړي اوحالاتوته په ځيرنظر وګوري نو هغه به اردو مرو پدغه خبره پوه شي چي دخوشحالۍ نه بلكه دژړه مقام دى په زرګونو كاله تاريخ لرونكي افغان چي نن په كوم بدي ورځي سره مخامخ دى ددغه ټوله علت دافغانانو بي اتفاقى او دنورو ډولونه ته اټن كول دي ترڅو چي افغانان دخپلي خاوري خپلي ژبي او دخپل تاريخ سره دلچسپي پيدا نكړي ترهغو به همداسي غلام پاته وي يو خبره بايد لازمه ده چي وبه كړو هغه ده چي دپښتونخوا حكومت اعلان كړيدى چي سږكال به څورلسم اګست ښه په درز لمانځل كيږي مونږ نه پوهيږو چي روان كال پښتنو كوم برياليتوب ترلاسه كړي او كوم هېواد يي فتح كړيدى او كوم پرمختګ يي كړيدى چي روان كال كښي دڅوارلسم اګست په درزلمانځلو اعلانونه كيږي بلخواته بلوڅانو اعلان كړيدى چي نور پرخپله غلامى سندري نه وايي اودغه ورځ ديوي توري ورځي په شان لمانځي پكار دى پښتانه هم له ځان سره لږ سوچ اوفكروكړي اواول دهغو سرتوروميندو اوخويندو عزت خوندي كړي چي كومي دپنجاب د استعماري قوتونو اوتالى څټو وطن دښمنانو دناتر سو اوله شرمه ډكو عملياتو له امله سرتوري شويدي دهغو عزت خوندي كړو او دهغو ماشومانو چي دګاونډي هېواد په كوڅو كښي كاغذونه ټولوي اوپه يويشتمه پيړى كښي له ذدكړو اوښه ژوند څخه بي برخي دي دهغوى دراتلونكي لپاره مبارړزه بايد وشي دپښتنو دخوشحالۍ ورځي لاندي راغلي چي كله هغه ورځ راغله نو بيا بايد هر افغان خپل جوش او جذبه ښكاره كړي.