زه د خپل ځان مړى
په خپلو سپېرو لاسو باندې نه ښخوم
په سپېرو خاورو كې
د ژوند په دې تيارۀ قبر كې
زه د خپل ژوند د روڼاګانو
د لمرونو قتل نه كومه،
ياخدايه ماته زندګي را
يوه ښكلې جانانه زندګي
مستي مستي، ټپه ټپه، نغمه نغمه زندګي
ياخدايه مينه راكړه
ماته محبت راكړه ته
دغه احساس را
دا قوت راكړه چې
زه د لمرونو د روڼا تخمونه وشيندمه