ليکنه: خور بي بي
زما ليکل دومره تېز دي چي په څو شيبو کي دېرش څلوېښت ټويټونه کولای سم، خو نن مي د ليکني لپاره ګوتي ملګري نه راسره کوي، د هغه څلورو کورنيو په هکله سوچ مي ليکني ته نه پرېږدي چي ماښام به ئې کور ته د بابا پر ځای د هغوی لاښونه ورسي.
زموږ د پښتنو کي دا دستور دی چي د کور مشري به پلار يا مشر ورور کوی، د کورنۍ اړتياوي همدوی پوره کوي، کالي، ډوډۍ او د ژوند نوري اړتياوي همدوی ورته برابروي. خو نن رياست د کورنيو دغه مشران هم ووژل. دا خلګ په مزدورۍ پسي راوتلي ډريوران وه، چي د خپلي کورنۍ لپاره ئې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کول.
نن به د هغه بچي د بابا انتظار کوي، خو دهغوی بابا به د تل لپاره خپل کور ته ور نه سي، يواځي به د هغه جنازه کور ته وروړل سي.
د هغوی بابا ظالمانو يواځي په دې وواژه چي په لارۍ موټر کي ئې تر خپلي اندازې زيات وزن بار کړی وو.
ايا د پښتنو وينه اوس دومره بې ارزښته ده چي د رنجرز پوليسو يو ټيټ پوړی افسر پر پښتنو بې درېغه ډزي کوي او بې له پوښتني ګروېږني ئې وژني؟ ايا د پښتنو وينه تر اوبو هم زياته توييږي؟
د پښتنو نسل وژنه، پښتانه له منځه وړل د پاکستاني رياست د پاليسۍ مهمه برخه ده، دغه رياست د پښتنو ټولوژني ته اويا کاله مخکي مټي را بډ وهلي دي، په بابړه کي ئې تر اووه زيات پښتانه په يوه ورځ ووژل. د خړ کمر پېښه خو زموږ د سترګو پر وړاندي ده، چي ۱۶ کسان ئې په رڼا ورځ مخامخ په ډزو ووژل.
اوس ددې وخت راغلی چي رياست پر خپلو غلطو پاليسيانو باندي بيا کتنه وکړي، ددې وخت لېري نه دی چي پښتانه به د پاکستان پر وړاندي خپل انتخاب وکړي، په داسي هيواد کي چي په پارلمان کي ئې ږغ نه اورېدل کېږي، ځوانان ئې په سيسټيماټيک ډول پکي وژل کېږي، استخباراتي بې رحمه اداره ئې پر کورونو بمونه غورځوي، خلګ ئې لادرکه کوي او مړي ئې په ډېرانونو کي غورځوي، نو په داسي هيواد کي د پښتنو لپاره ځای نسته او پښتانه به د خپلي ازادۍ لپاره د نورو لارو چارو څخه کار اخلي او د تل لپاره به د پاکستان څخه خدای پاماني وکړي.