
د پاکستان کراچي ښار ته څېرمه پر لويه لار د وزيرستان درې موټرچلونکي د پوليسو لخوا په ډزو وژل سوي او ګڼ نور کسان ژوبل دي.
دا پېښه د کراچي پر سپر های وې باندي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د موټر چلونکو او پوليسو ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته سوه.
عيني شاهدان وايي، چي د پوليسو سره تر جنجال وروسته رنجرز ځواکونه سيمي ته راغلل او پر ډرېورانو ئې بې درېغه ډزي شروع کړې چي پکي درې د وزیرو کسان ووژل سول او د لسو په شاوخوا کي نور ژوبل سول.
وژل سوي کسان د شمالي وزيرستان د رزمک او د وسلې تحصيل اوسېدونکي دي.
پر خواله رسنيو يو ويډيو خپره سوې چي ښيي ځيني پښتانه په وينو کي لت پت پراته دي.
د کراچي د جناح روغتون مسؤولين وايي، چي د پيښي له ځايه دوی ته درې مړي او درې ژوبل کسان ور وړل سوي دي.
په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي محسن دا پېښه په کلکه غندلې ده او ويلي ئې دي چي د سند حکومت دي ژرترژره د يادي پيښي په هکله څېړني وکړي.
ښاغلی داوړ وايي: “د کراچۍ پر سپرهای وې سړک پر ټرانسپورټرانو ناترسه برید په کلکه غندم، د سیند له حکومته غوښتنه کوم چي د پېښې پلټنه وکړي او پکي لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري”.
عيني شاهدان وايي، چي دوی به د جنازو سره په کاټور کي په سړک دپاسه احتجاج کوي او چي څو پورې په ډزو کوونکو کسانو مقدمه نه وي درج سوې احتجاج به جاري ساتي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه