د ننګرهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کي ئې د داعش ډلي يو مهم قومندان نيولی دی.
د چارواکو په خبره، د ابراهيم په نوم ئې د داعش ډلي يو قومندان د ځانګړو عملياتو په ترڅ کي نيولی دی. او همداراز په دغه عملياتو کي چي د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره سول دداعش ډلي ځيني پټنځايونه ويجاړ سوي او کڼ شمير وسلې او مهمات هم افغا ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
د ننګرهار په اچين، بټي کوټ او ځينو نورو ولسواليو کي درې کاله وړاندي داعش وسلوالو فعاليتونه پيل کړل. خو افغان چارواکي وايي، چي ددغه ولسواليو تقريبا ۹۰سلنه برخه اوس د افغان حکومت تر واک لاندي ده.
په ننګرهار کي وړاندي د طالبانو او داعش ترمنځ هم خونړۍ جګړې پيښي سوي دي، چي دواړه لوريو ته درنه مرګژوبله پکي اوښتې ده.