د زمرى په ۲۳ نيټه دغه سيالۍ د ميدان ښارپه مركزي لوبغالي كي چي څلور ورځي وړاندي د تركيي ولايتي بيارغاوني ټيم په مالي لګښت او د ميدان ښار د ښاروالۍ په زيار د نشه يي توكو سره د مبارزي په موخه پيل شوي وي دميدان وردګ ولايت اړونده ولسواليو څخه (۸۰) ټيمونو پكي برخه واخيسته چي وليبال سياليو په پايله كي د شيخ اباد اوسپین غر ټيمونو ترمنځ فاينل لوبه وشوچي لوبه د سپین غر ټيم په ګټه پاى ته ورسېده، چي لومړی درجه سپین غر دویمه درجه شیخ اباد او درېیمه درجه کلازیارت ټیم شو.
د لوبو په كټوونكو ټيمونو باندي دميدان وردګ والي ښاغلى فدائي له لورى دسپورت (۱۶۰) لباسونه ، كپونه وېشل شول، او همدارنګه د مايار وردګ شركت لخوا د فاينل دواړو ټيمونو سره (۱۰۰۰۰) لس زره افغانيوو نغده مرسته وشوه.