کور / اقتصادي / نړيوال بانک د افغانستان د برېښنا په توليد کي ۹۹ مليونه ډالر مرسته کوي

نړيوال بانک د افغانستان د برېښنا په توليد کي ۹۹ مليونه ډالر مرسته کوي

نړيوال بانک وايي، چي په افغانستان کي د برېښنا د دوو پروژو سره شاوخوا ۹۹مليونه ډالره مرسته کوي.

دغه بانک په خپل تازه راپورکي ويلي، چي ددې مرستې هدف په کور دننه د افغانستان د منابعو څخه د انرژۍ لاسته راوړلو او د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګوني لګولو ته هڅونه ده.

په افغانستان کي د نړیوال بانک رئیسې هنري کرالي ویلي: “افغانستان برېښنا ته بې کچي زياته اړتيا لري، او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کي يو ستر ګام وي. د انرژۍ پر سکتور پانګونه د هېواد د بالقوه ودې د لاسته راوړلو لپاره کليدي اهميت لري.”

 دغه مرسته د شبرغان د ګازو د انرژۍ د تولیدولو پروژې د پانګونې او د مزارشریف له ګازو د انرژۍ د تولید پر پروژې باندې لګول کيږي.

افغانستان دامهال د برېښنا زياته برخه د ازبکستان او تاجکستان څخه اخلي.