لیکوال: ډاکټر عطاالله زیارمل
د هرم یادونه ممکن لوستونکو ته د مصر اهرامونو ور په یاد کړي، خو دلته زموږ موضوع هغه د نړۍ عجایب نه دي، بلکې د یو بل هرم په اړه غږېږو. دغه هرم د یو نوموتي ارواپوه د تیورۍ اساس جوړوي. لوستونکو ته ممکن دغه پوښتنې پیدا شي چې د انساني اړتیاوو هرم یانې څه؟ او ولې دومره مهمه موضوع ده، چې ورباندې بحث کېږي؟ کوښښ کېږي چې په دې لیکنه کې دغو پوښتنو ځواب وویل شي.
که موږ انساني اړتیاوو ته وګورو نو طبعاً ور څخه یو اوږد لیست جوړېږي. د ښه تحلیل لپاره پکار ده چې د اړتیاوو ډول او څرنګوالي ته ځیر شو ترڅو د ځینو اړتیاوو ترمنځ یو ارتباط پیدا کړو او بیا د هغه له مخې یې طبقه بندي کړو. له طبقه بندي کولو وروسته په ښه ډول موضوع ښه تشریح کېږي. خو که یوازې د اړتیاوو لیست مخې ته کښېږدو نو ممکن ځینو ته یو ډول او ځینو نورو ته بل ډول معنا ورکړي او یا هم اړتیاوې سمې و نه پېژندل شي.
په علمي لحاظ هم لومړی ستونزه په ګوته کېږي او بیا یې د حل لپاره لار سنجول کېږي، نو همدا وجه ده چې انساني اړتیاوې پېژندل ضروري دي. په دې اړه ډېری پوهانو خپلې څېړنې کړې دي. په دې ډله کې یو هم ابرهم مسلو دی، چې د ارواپوهنې یو نامتو عالم هم دی. هغه په کال ۱۹۴۳ کې په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې (د انسان هڅونې تیوري) تر سرلیک لاندې دغې موضوع ته له یوې نوې زاویې کتلي دي او د انساني اړتیاوو هرم یې خلکو معرفي کړی دی. نوموړي عالم د ارواپوهنې له نظره د انساني اړتیاوو د ښې پېژندنې لپاره دغه هرم جوړ کړی دی. د نوموړي هرم ته تر نن پورې په علمي حلقو او حتی د حکومتونو د پالیسۍ جوړونکو له لوري د یوه معتبره ماخذ په سترګه کتل کېږي. هغه ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو اروايي اړتیاوې سره ور ته دي هغه که د شرق دي او که د غرب. هغه د هرم په لاندېنۍ برخه کې تر ټولو ډېرو لومړنیو اړتیاوو ته ځای ور کړی دی او همداسې د هرم تر څوکې یې په ترتیب سره انساني اړتیاوې ځای پر ځای کړې دي. نو له لاندې څخه پورته په ترتیب سره اړتیاوې داسې ذکر شوې دي:
فزیولوژیکي اړتیاوې:
دغه اړتیاوې لکه د هوا تنفس کول، ډوډۍ خوړل، اوبه څکل، جنسي اړیکې ټینګول، خوب کول، د ژوند لپاره توازن ساتل او اطراح کول دي. که د اړتیاوو دې برخې ته وګورو نو دا ټولې اړتیاوې د هر ژوندي حیوان له اړتیاوو سره برابرې دي ځکه نو دا اړتیاوې لومړنۍ اړتیاوې بلل کېږي. د هغه په نظر، ترڅو دغه پورته ذکر شوې اړتیاوې نه وي پوره شوې نو د انسان فکر تل د مرګ له ګواښ څخه د ژغورلو په کارونو بوخت وي. یانې هغه کسان چې په دسترخوان ډوډۍ و نه لري نو څنګه به د نورو اړتیاوو په هکله سم فکر او قضاوت وکړای شي؟
د مصؤنیت اړتیاوې:
په دې برخه کې د ځان، کورنۍ، وظیفې، روغتیا، جایداد او د سرچینو امنیت راځي. که موږ ځیر شو نو څومره دقیق یې سره پېيلي دي. په رښتیا هم کله چې انسان خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې یا په بله مانا چې کله یې ګېډه ډکه شي نو بیا د امنیت په اړه فکر کوي. یوازې امنیت دا نه دی چې په یوه سیمه کې دې جرمونه نه وي بلکې د خلکو لپاره د وظیفو پیدا کول او د وظیفو خوندیتوب په دې برخه کې راځي. ځینې خلک ممکن د دغو اړتیاو سره سیاسي برخورد وکړي او د خپلې سیاسي اجنډا لپاره یې وسیله کړي، خو دلته یوازې د سر ساتلو امنیت نه دی بلکې خلکو ته د کار زمینه برابرول او د هغوی د وظیفو او د روغتیا د برخې امنیت برابرول هم دي.
له نورو پورې د تړاو لرلو او د مینې اړتیاوې:
په دې برخه کې ملګرتیا، کورنۍ اړیکې او مینتوب راځي. کله چې د مصؤنیت اړتیاوې پوره شي نو بیا انسان غواړي چې په نورو پورې څنګه ځان وتړي. هغه تړاو ممکن د کورنۍ د جوړولو په شکل کې وي او یا هم د مینې او عشق په بڼه.
د احترام او درناوي اړتیاوې:
په دې برخه کې پر ځان باور، اعتماد، لاسته راوړنې، د نورو احترام کول او د نورو له خوا د احترام لیدل راخي. کله چې یو انسان د پورته ذکر شویو اړتیاو له مخې له نورو سره تړاو پیدا کوي نو بیا دغه خپلوي، رشته او بل هر نوم که ورکړو باید د دوه اړخیز احترام پر اساس مخ ته ولاړ شي.
د ځان د موقعیت د پېژندلو اړتیاوې:
په دې برخه کې د انسان تر ټولو لوړې اړتیاوې راځي، چې د همدې اړتیاوو له امله انسان د تخلیق او کشفولو تر پولې رسېږي. هغه اړتیاوې دادي: اخلاقیات، تخلیقول، یو دم کارکول، د ستونزو حلول، ژر قضاوت نه کول او د واقعیتونو منل. نور پوهان همدا اړتیاوې د انسان د عروج لپاره اصلي هڅونکې بللې دي. همدا برخه د ښاغلي مسلو د هرم په څوکه کې راځي او د فکر کولو اړتیاوې یې هم بولي.
که موږ د مسلو هرم ته یو ځل بیا وګورو نو ډېرې پوښتنې به را ته ځواب شي، چې ولې په یو هېواد کې سیاسي ثبات مهم دی او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره په خپلو سرچینو واک؟ ولې ډېری خلک له بېوزله هېوادونو څخه خپلې سرمایې پرمختللو هېوادونو ته وړي؟ ځواب یې همدا دی، چې هلته یې د مصؤنیت اړتیاوې پوره کېدلی شي. ولې په غربي بانکونو کې د خوارو هېوادونو د شتمنو پیسې ساتل کېږي؟ دا ځکه چې سیاسي ثبات د انساني اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم عنصر دی. کله چې سیاسي ثبات وي نو خلک د خپل مستقبل لپاره په ښه شوق او ذوق سره نقشې جوړوي او د عملي کولو لپاره یې لاس په کار کېږي. په دې برخه کې پرمختللي هېوادونه له نورو وروسته پاتې هېوادونو یوازې دومره متفاوت عمل کوي، چې هغوی خپلو خلکو ته د هغوی د راتلونکې په اړه امید ورکوي. په همدې اساس په پرمختللو هېوادونو کې د بېمې او تقاعد سیسټمونه د حکومتونو له خوا رامنځته شوي دي او اوس یې د شخصي سکټورونو په بڼه پراختیا موندلې ده او تر اوسه یې پوره ملاتړ هم کوي، ترڅو خلک په خپلې راتلونکې پوره ډاډمن شي. ځینې فکر کوي چې یوازې د پیسو د ګټلو په صورت کې به خپلې سوکالي ته ورسېږي خو په حقیقت کې داسې نه ده. که تاسې وګورئ ځینو لویې لویې ماڼۍ جوړې کړې دي خو کله چې له خپلې ماڼۍ را ووځي نو لارې او ګودرې یې له کثافاتو او خټو ډکې وي نو دغه جنابان به څنګه د سوکالۍ احساس وکړي؟
په پای کې به همدومره ووایو، چې موږ هرڅه تر لاسه کولی شو خو د انساني اړتیاو په چوکاټ کې بیا هم مجبور یو چې د هرم په پورتنیو او لا انساني اړتیاو باندې یو ځل بیا فکر وکړو او د خپل وجدان د ارامولو لپاره د کورنۍ او په لویه کچه د یو ملت د جوړونې په ستر کار له سره فکر وکړو.