افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د يو فرمان له مخي د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي له دندي ليري کړ.
د هغه د ګوښه کېدو دليل دا ويل سوی، چي پاکستان ته د طالب استازو د سفر په تړاو داسي څرګندوني کړې وې چي د افغان حکومت د دريځ سره ئې سر نه خوړی.
صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د سفر په هکله ويلي وه، چي دا يو نيک اقدام دی او موږ هيله لرو چي د سولي خبري به بيا پيل سي.
خو ارګ ويلي وه، چي پاکستان ته نه ښايي چي د ترهګرو ډلو کوربه توب وکړي او هغه خبري چي د افغان حکومت له مشرۍ پرته کېږي د افغان سولي سره هيڅ مرسته نه سي کولای.
د ارګ وياند صديق صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي له دې وروسته به د صبغت الله احمدي پر ځای ميرويس نائب د وياندويی چاري په غاړه اخلي او د هغه به د ياد وزارت د اقتصادی همکاريو مرستيال هم وي.
President Ghani has appointed Mr. Mirwais Nab as Deputy Minister for Economic Cooperation Ministry of Foreign Affairs and caretaker of the office of Spokesperson of the ministry. The former MOFA acting Spokesperson has been fired due to his latest irresponsible comments.
— Sediq Sediqqi 🇦🇫 (@SediqSediqqi) October 6, 2019
خو اجرائيه رياست بيا وايي، چي صبغت الله احمدي ګوښه کېدل کمپايني بڼه لري او هغه به بېرته خپلي دندي ته دوام ورکړي.
د اجرائيه رياست څخه په خپره سوې تازه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د احمدي ليري کول د ټاکنيزو کمپايونونو يوه برخه ده او ترڅو چي د ولسمشرۍ ټاکنو پايلي اعلانېږي هغه به خپلي وظيفې ته دوام ورکوي.
په دې وروستيو کي دا څووم ځل دی چي د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست ترمنځ د فرمانونو پر سر اختلافات راپورته کېږي.