د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين او ملګرو يې پرېكړه كړې چي په ايالتي او مركزي پارلمان كي د جمهور رئيس پروېز مشرف پر ضد د عدم اعتماد رايه ونه كاروي.
په لندن او كراچي كي د متحده قومي غورځنګ غړو په دې اړه پرله پسې غوڼدي وكړې او پرېكړه يې كړې چي د مشرف سره ملګري پاته سي.
د ګوند جلا وطني مشر الطاف حسين له لندن څخه خبريالانو ته وويل: جمهور رئيس مشرف په بد حال كي دئ او دى نه غواړي چي پر دې حال يې يوازي يې پرېږدي.