د هالنډ پلازمینه امسټرډام په دم میدان کې د پي ټي ام هالنډ احتجاجیه لاریون (5-10-2019)
له پوره څلور میاشتو ځنډ وروسته پي ټي ام یو ځل بیا په اروپا کې له ولولو او جذبو سره سر راپورته کړ!
د پښتون ژغورنې غورځنګ اروپا د هالنډ څانګې وروسته له هغې چې د شمالي پښتونخوا بونېر ته د دغه تحریک مشر منظور احمد پښتين مخه ونیوله او د نوموړي غورځنګ د نړیوالو چارو مسئول ښاغلي نظيف خان اشنغر غوښتنه وکړه چې پښتانه دې په ټوله نړۍ کې په احتجاجونو لاس پورې کړي، یو لوی لاریون وکړ. د لاریون له ختمېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو (سوشل ميډيا) یعنې په ټویټر PTMHollandProtest# ټرينډ وچلول شو چې په زرګونو خلکو پکې برخه واخیستله او د لاریون په ورځ د ټویټر په مشهورو موضوعاتو کې (ټرینډینګ ټاپیک) حساب شو.
دغه احتجاجي لاریون ته، چې په پنځم د اکتوبر، ۲۰۱۹ د هالنډ پلازمینه امسټرډام کې سر ته ورسیدو، د هالنډ میشتو پښتنو افغانانو سربیره له جرمني، بلجیم، فرانسې او برتانيې څخه ګڼ شمېر پښتانه ورغلي وو.
لاریون د پاکستان د پوج او lSl په وړاندې په رنګه او زړه پورې پوسټرونو چه د ښاغلي سيع جان ساګزي او ښاغلي عجب خان او د پي ټي ام نورو ځوانانو په مرسته او نوښت جوړ شوي وه، سمبال وو چه د ډیرو لیدونکو پام یې ځان ته راواړولو.
د لاریون ګډونوالو په یو غږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان ظالم ریاست دې ژرترژره پاکستان کې د دغه تحریک غړي خوشې کړي کوم چې بغیر له کوم جرم څخه په میاشتو میاشتو بندیان دي. دوی همدا شان د دغه غورځنګ د یوې بلې فعالې اغلې ثنا اعجاز نوم له اي سي ایل (ECL) د لیست نه د ویستلو غوښتنه وکړه او د تحریک د مشر منظور احمد پښتين پر ګرځیدو بندیز دې بغیر له کوم قید او شرط څخه لرې کړل شي.
په دغه لاریون کې سلګونو خلکو برخه اخیستې وه چې ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو پکې ګډون درلود. دې احتجاجي لاریون ته ګڼ شمېر هالندیان هم راغلي وو. د لاریون په اخر کې ځوانانو پښتني اتڼ هم وکړ چې د سیلانیانو او لاریون ته راغلیو بهرنیانو پام یې ځانته راواړوه.
د لاريون په ترڅ کې په پښتو، انګرېزي او هالنډي ژبو بېلابېلې ويناوې وشوې، چې په احساساتي شعارونو بدرګه کېدلې. په پيل کې د سټېج چلوونکې اغلې ګلالۍ مومند د لاريون او د پي ټي ام په موخو رڼا واچوله. بيا د پی ټی ام د هالنډ څانګې مرستيال ډاکټر قدرت الله (پښتون نسل وژنه)، د پی ټی ام د هالنډ څانګې سکرټرې اغلې سايره نورزۍ (په ښځو د پنجابي پوج ظلمونه او پي ټي ام کې د ښځو ونډه)، د بشري حقونو چارو فعال ښاغلي زرعلي آفريدی (د بشر حقونه د پاکستان رياست لخوا تر پښو لاندې کول)، پی ټی ام د هالنډ څانګې د پرمختیایي چارو مسول خيبر ګاونډي (په رسنيو او د پي ټي ام په خوځښت بنديز)، د بلجيم د پي ټي ام مشر ښاغلي مالک بازي (د پنجابي ریاست او پوځ روان ظلمونه) ویناوې وکړې.
ورپسې د هالنډ د اړيکو او خپرونو چارو مشر ډاکټر عرفان نور د لاریون پرېکړه لیک په انګریزي ولوست، چې یاد پرېکړه لیک به د هالیند په شمول د اروپا یو شمېر پارلمانونو او د بشري حقونو سازمانونو ته ولېږل شي. په پریکړه لیک کې د پي ټي ام د مخکښو غړو نومونه چې د پاکستان په جیلونو کی شپې او ورځې سبا کوي او د خړ قمر د شهیدانو نومونه هم نړیوالو ته واورول شول.
ورپسې په هالنډ کي د پي ټي ايم مشر عبدالله احسان کاکړ د غورځنګ پر اغېز او ددې لاريون د جوړېدو پر لاملونو وغږېدو او په پای کښي د غورځنګ مشر او رهبر منظور احمد پښتين د ټیلفون له لارې لاریونوالو ته وينا واوروله.
محترم مشر منظور پښتين په هالنډ او اروپا کي د پي ټي ايم له ملګرو مننه وکړه او د خبرو په يوه برخه کي یې وويل چي دلته زموږ اویا زره انسانان وژل شويدي، دا په نړۍ کي د بشري حقونو لويې ادارې ولې زموږ سره د رياست لخوا په تر سره کېدونکو ظلمونو سترګې پټوي؟
احتجاجي لاریون د ځوانانو لخوا په حماسي پښتني اتڼ په کولو ختم اعلان شو. ټولوگډونوالو دا تعهد وکړ چې راتلونکي کې به نور هم په ګڼ شمېر د پښتون ژغورنې غورځنګ په راټولېدنو کې برخه اخلي. د لاريون انځورونه پر ټولنيزو رسنيو پر لاندي هشټېګ لیدل کیدای شي.
#PTMHollandProtest
بشپړ ويډيوي راپور دلته کلیک کړئ : لاریون ويډيو
ويډيو لراوبر ټکی کام
راپور سايره نورزۍ او خېبر ګاونډی
انځورونه نذير احمد نذير او سميع جان ساګزی
ټولنيزي رسنۍ: عبدالقهار همت او د مرکز ملګري