د سعودي العربية ورځپاڼي په دغه هيواد کي د افغان سفير سيد جلال کريم سره يوه مرکه کړې چي د افغان سولي په تړاو سره ږغېدلي دی.
العربية ورځپاڼي د ښاغلي کريم په له خولې ليکلي، چي په قطر کي د طالبانو سره ترسره سوي خبري په افغان حکومت پوري اړه نه لري او نه هم کومه مثبته پايله لرلای سي.
نوموړي ويلي، چي افغان ولسمشر اشرف غني غواړي د طالبانو سره د سولي هوکړه د اسلامي نړۍ په زړه مکه مکرمه کي لاسليک کړي.
هغه همدا راز زیاته کړې ده، چي له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې باید په ریاض او ابوظبۍ کي وسي.