په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي د افغان حکومت پرته د بل چا سره د سولي خبري کول بې ګټي دي.
نوموړي تېره ورځ د امريکا ږغ راډيو سره په يوې مرکه کي ويلي، چي که پاکستان رشتیا غواړي په افغان سوله کي مرسته وکړي، نو باید مخامخ د افغان حکومت سره خبري وکړي.
هغه وويل، پاکستان ته د طالب استازو ورتګ به د افغان سولي سره مرسته ونه کړي.
دوې ورځي وړاندي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازو يوه ډله د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ولاړل او هلته ئې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير ترڅنګ د آی ايس آی د مشر او نورو پوځي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو وږغېدل.
افغان حکومت هم وايي، چي د سولي يواځينۍ لار داده چي طالبان به د افغان حکومت په مشرۍ د سولي خبرو ته تيارېږي.
د ولسمشر غني وياند صديق صديقي پاکستان ته د طالب استازو د سفر په تړاو ويلي، چي د پاکستان حکومت ته نه ښايي چي د ورانکارو کوربه توب وکړي او دا کار ئې د اصولو خلاف دی.