کور / نوميالي / ساي حسن خان مندوخېل رښتنې مبارزه

ساي حسن خان مندوخېل رښتنې مبارزه

ليکوال:   بشرمل ناصر

 

دپښتونخوا په ګلورينه او زرخېزه سميه کې ساي حسن خان مندوخېل د ملک نواب خان مندوخېل چې مميزى ټبر دى په کلي خروندۍ کې په 1947 عسيوي کال کې په يولسم مارچ  د سه شنبې  په ورځ  زېږدلى دى

د ساي حسن خان پنځه وروڼه و ـ چې تر ده دووه مشران و ـ  حکيم خان ، بهاول خان او بيا ساي حسن خان و او نور دووه کشران و چې ظريف خان او فتخ خان و ـ ساي حسن خان مندوخېل لومړۍ زده کړي د ږوب په ښار عالي لېسه کې ترسره کړې د لسم او دولسم امتحانونه يې د لاهور بورډ څخه ورکړل چې هغه وخت دغه عالي لېسه له هغوسره تړلې وه چې دلسم او دولسم ازموينې امتحانونه به يې ځينې ورکول چې کله يې دولسم ټولګى خلاص کړ د لوړو زده کړو له پاره دکراچۍ پوهنتون ته ولاړ او هلته په سياسي علوم پوهنځى کې شامل شو چې په 1969 عسيوي کال کې سياسي علوم او ايل ، ايل ، بي وکړه چې هلته کله زدکړيال و دسياست په ډګرکې داخل شو او سياسي علوم يې لوستل او سياست يې رشته وه د قامي سياست په لشکر کې شامل شو او دپښتون سټوډنټس فيډريشن له سياسي ډګره يې سياست ته اهدامه ورکړه چې هغه وخت نيپ  نشنل عوامي ګوند و چې کراچۍ کې دسياست ځانګړى رول و او هغه وخت يې له ارواښاد تکړه ليکوال او شاعر اجمل خټک صاحب او افراسياب سره پيژندګلوي درلوده او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي سره يې اړيکه وه چې کله خان شهيد له نيپ څخه جلا شو بيا يې پښتونخوا نيپ جوړه کړه او ساي حسن خان مندوخېل ورسره ملګرى شو او سياست يې په رښتني ډول کاوه او هروخت به يې په کورکې غونډې کېدلې چې ځوانانو ته يې قامي فکري روزنه ورکوله چې دساي حسن خان کوريو سياسي پوهنځۍ وه چې دلته دګونډ له پاره ډېر کار کېدى ـ ساي حسن خان مندوخېل په 1972کال کې دکوټې پوهنتون کې دمرستيال کنټرولر په توګه وظيفه اجرا کړله او هغه وخت دګوند ملکري ډېر کم و خو ساي اقتصادي ستوتزې درلودې خو دګوند کار يې کاوه چې روحاني ، جسماني جدوجهد او مالي ملاتړ يې ورسره و چې کور يې په ميکانګي سړک له ګهوړا روغتون سره و ـ  چې دګوند هرملګري به دده په کورکې شپې کولې او دکلي ناروغان به هم دده وکورته راتلو دارنګه دګوند هغه مشران لکه ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل صاحب ،  اکرم شاه خان او داسي دنيمى ملکرو اوسېدنه دده په کور کې وه ـ  چې هغه وخت سياسي ملګري ډېر نه و او په قامي سياست خبر نه و ـ  خو ددې ملګرو برکت و ـ  چې شپه او ورځ يې يوه کړې وه دقام له پاره يې په ځان خوارۍ راوستې چې کله خان شهيد په شهادت ورسېد دګوند واک محمودخان اڅکزي ته وسپارل شو او هغه وخت هم دساي کور يو سياسي مکتب و ـ چې يوه خونه يې دګوند دملګرو له پاره خالي کړې وه دهغو هستوګنځاى و ـ  له دې ځايه يې سياسي مبارزه کوله دضياء والحق په واکمني کې يې دهغه په خلاف وخلکو ته کاغذان وويشل او تحريک يې چلاوه بيا دساي حسن خان مندوخېل په کور چهاپه ووهله چې يو ملکري يې نور هم ونيول چې په دې کې ساي حسن خان مندوخېل هم و ـ  چې دمچ وزندان ته يې يووړئ او دجابر له لاسه يې په سره ګرمي کې نهه مياشتي زندان تېر کړ او په زندان کې دقام خبره کوله چې کله له زندانه راخلاص شو هغه وخت يې وظيفه له لاسه ورکړې وه او دقام په سر يې قرباني ورکړه دخپل اولاد غم يې نه کاوه له هغه سره ملي فکر وئ او پوره درې کاله بې روزګاره شو ـ دسياست له ميدانه تللى نه و او ورسته يې يو ملکري چې سياسي فکر يې سره بېل و ـ  خو ذاتي ملکرتيا يې ورسره وه سرورخان کاکړ په هڅو سره يې بېرته خپله وظيفه پيل کړه چې سرورخان کاکړ ډېري هلي ځلي ورسره وکړې او ساي حسن خان يوخواږى انسان و ـ  دزندانيانو له پاره داسي فرمان راغلى و ـ  که چيري څوک يو سند ولري هغو ته شپږ مياشتي بخښل کېږي او ده چاته دپښتو فاضل او چاته د بلوچې فاضل سندونو لارښونه وکړه ـ ساي حسن خان مندوخېل يو رښتنى افغان و او درد يې درلود دګوند له خوا دساي لقب ورکړل شو ـ چې سياڼه په مانا ده او هوښيار مانا ورکوي چې ډېر ځيرک انسان و ـ يووخت په  کابل  کې حکيم خان نورزي راته ويل چې کله زه دږوب په زندان کې بندي وم بيابه ماته ساي حسن خان مندوخېل راتلى او پوښتنه به يې کوله او يو څه وخت زندان کې وم ددوئ په هڅو له زندانه ازاد شوم بيا يې په کور کې اوسېدمه او ډېر وخت مې په کور کې ورسره تېر کړ ـ  په رښتيا سره چې افغاني وينې يې جوش کاوه هروخت به بې ځايه شوي افغانانودساي حسن خان مندوخېل کره شپې سبا کولې په ورين تندې يې هرڅه ورنه صدقه کول د يوه سياسي ګوند مشر په صفت يې وهرچاته دعزت په سترکه کتل او پوه او علم ورسره و ـ دوخت ملايانو دکفر فتوا باندې ورکړه چې دپښتونستان په غوښتنې يې کافر کړ دپښتانه په حق غوښتنې يې بې شمېره ستونزې وګاللې د ساي څلور زامن پاتې دي چې مشر يې اسدالله دى چې داوخت په ادبياتو کې  ماسټري کوي او بل محمد يوسف دى چې بزنس ايډمنسټريشن کوي دريم زوي يې انجنير محمد اصف او وړوکى زوى يې ميرويس خان دى چې په ښوونځى کې زده کړي کوي او پنځه يې لوڼه دي چې دوو يې ماسټري کړې ده او يوه ليسانس ده څلورمه حقوق وايي او بله لور يې په لېسه کې زده کړي کوي چې ټوله کورنۍ يې سواداره ده ـ ساي په خپله يوعالمه شخص و ـ  ځکه يې اولادونو تعليم ته مخه کړې ده او دهغه په قدم روان دي ـ دساي   له مطالعې سره بې کچه مينه وه او په خپله يې ليک کړى و ـ  کله چې ساي حسن خان مندوخيل دسه شنبې په ماځيګر له دې نړۍ په  2004عسيوي کال کې سترګې پټې کړې  او يوڅو ملګرو يې ليک له ځان سره يووړئ او تراوسه يې لا حال معلوم نه دى چې ليکونه څه شو ـ  ددې رښتنې او سپېځلي انسان دي جنتونه ځاى شي چې دخوار ولس له پاره يې چيغه پورته کړې وه او ترمرکه پوري يې دخان شهيد له کاروان سره ملکرتيا وه.

عکس ــ دغه  ساي حسن خان مندوخيل دى چې راډيوورسره ده او بل عکس يې د زندان دى

ـ   معلومات ـ   دساي حسن خان مندوخېل له زوى   محمديوسف څخه تر لاسه کړل او ډېره  مننه يې کوم چې معلومات بشپړه شو