لیکوال: نورالله غازي
پښتانه هغه خلک دي چې شور یې لوړ دی خو شعور ټیټ، دوی چې په هیواد کې اکثریت دي، مګر په حکومتونو کې هر کله اقلیت پاتې شوي دي، چې نه یې ژبه دفتري شوه او نه د دومره لوی اکثریت غږ چې بايد اسمان یې چاودولی وای، د چا غوږونو ته و نه رسید. بس لګیا دي، د خپل ورور و تربور له پښو تیږي باسي، په خپلو کې یو بل په داسې ډول ولاړ نشي لیدلی چې سر دې یې یوه لويشت هم له دوی پورته وي.
دا دی اوس بیا انتخابات دي، دوی بیا له یوې مهمې ازموینې سره مخ دي، کانديدانو خولې تېرې کړي دي، لګیا دي پر یو بل تورونه لګوي، تور د ځان پر سپینولو اخته دي او سپین په سپينو خبرو کې د تورو له تورو خبرو څخه د دفاع هڅه هم کوي.
د داسې رنګارنګ خبرو په هجوم کې کله کله له ساده زړي اولس نه لاره ورکه شي، د تورو خبرو په باران کې په رڼه توګه سپین مخ او سپین لاسونه نشي لیدلی. په داسې مهمه موقع کې د وطن دښمن غلی په کمین کې ناست دی، کار یې دا دی چې د خپل داخلي ملګري په مرسته د تورو خبرو ته مصنوعي ځلا ورکړي او د سپینو سپینې خبرې پر غوږنو تورې ورننباسي.
ځیني پخواني مجاهدين او اسلامپاله کانديدان چې اوس ترې د اولس هم مخ اوښتی دی، له خلکو څخه پخوانۍ تمه لري، له وطنپالنې یې پام نورو هغو خطرناکو څیزونو ته اړوي چې دوی پرې بې شمیره کسان غولولي دي. دوی پر ځینو روڼ اندو او وطنپالو کاندیدانو د عقیدې د کمزورۍ تور لګوي او خلکو ته په کنایوي ډول وایي چې ګني هغه چا ته رایه مه ورکوی چې کمزورې عقیده لري او د قراني ایاتونو سم تلفظ نشي کولی.
پښتانه غیرتي او پیاوړي خلک دي خو اکثریت یې لا هم په فکري او اقتصادي ډول پیاوړي نه دي، اقتصادي او فکري غربت کله کله له دوی څخه د پسونو داسې سرټیټه رمه جوړه کړې ده چې مشري یې خوروړي سپيان کوي چې وروسته په سرو لیوانو بدل شوي دي.
اوس د پښتنو په ډیریو ګڼ مېشتو سیمو کې د جنګ اور بل دی، ځینې پښتون زد کړۍ لګیا دي، دې اور ته نوره لمن هم وهي تر څو د پښتنو ونډه په ټاکنو کې کمه او کمرنګه شي.
د پښتنو ځینې هغه وکيلان چې په پارلماني ټاکنو کې ناکام شوي دي او هر یو یې څه نا څه پلویان هم لري، ممکن هر خپل پلویان له ځانه سره هغه لور ته کاږه کړي، چې دوی ته ترې شخصي ګټه رسېږي.
د نورو قومونو مشران کور په کور ګرځي، که د چا تذکره نه وي او یا یې پرې شټیکر نه وي لګولی، دوی ورسره مرسته کوي او مشکل یې ور حل کوي؛ خو زموږ بې شمیره پښتنو لا هم تذکرې نه دي اخیستي، سټیکرې خو لا پر ځای پرېږده.
په اوسنیو ټاکنو کې یوه لویه ستونزه دا ده چې له ښځو به هم عکس هم اخيستل کېږي. پښتانه چې د ښځې په نوم باندې شرمېږي، دوی به دې ته څنګه زړه ښه کړي، چې ښځه رایه اچونې ته ولیږي؟
پښتنو!!
تاسې بیا په ازموینه کې اچول شوي یاست، بیا د چا پر مسلمانۍ او اسلامي لباس و نه غولیږئ، رایه مهمه وګڼئ، په همدې رایو خپل او د هیواد برخلیک بدلولی شی، نور باید خپله شمله او لوپټه د وخت له تورو لاسونو نه راخلاصه کړئ!