
د کوټي په لويديځ اکاخيل اباد سيمه کي تېره ورځ د دوو قومونو ترمنځ روغه جوړه وسوه، چي په ښکاره توګه طالبانو پکي ګډون کړی وو او د دغي جوړي په هکله فيصله هم طالبانو واورول.
د ترين او اکاخيل قومونو ترمنځ د مځکي پر سر شخړه سوې وه چي پکي د اکاخيلو قام يو تن وژل سوی او درې کسه نور ټپيان سوي وه.
ددغه دوو قومونو د روغي جوړي لپاره د کوټي په مغربي بای پاس کي يوه جرګه جوړه سوې وه، چي د وسلوالو طالبانو مشران هم پکي ناست وه او د افغان حکومت پرضد ئې خبري کولې.
جرګې ته د وينا پر مهال د طالبانو يو مشر وويل، چي په افغانستان کي د حکومت پرضد بايد جګړه نور هم زور واخلي، او بايد د جهاد ميدان ګرم وساتل سي.
دغه طالب مشر چي له نوم ښودلو پرته ئې وينا پيل کړه وويل، چي افغان حکومت د غلامانو حکومت دی او بايد کارکونکي ئې ووژل سي.
ددغي جرګې فيصله چي ترين قام به يو کروړ او اويا لکه روپۍ اکاخيل قوم ته ورکوي، هم طالبانو واورول.
د ترین قبیلې یو مشر سردار شفیق ترین خپلو ملګرو مشرانو ته وايي چي لومړی اکاخېل قبیلې واک افغان طالبانو ته ورکړی وو او بیا ترین قبیلې هم ورکړ.
دی وايي ، “لومړی یې دوي واک ورکړی وو د طالبانو شورا ته. بیا یې موږ ور وغوښتو او موږ هم واک ورکړ. اوس هغوي پرېکړې کړې ده او موږ ته یې اورولې ده. واک د هغوي دی او موږ یوازې د هغې رسمي ناستې لپاره ورځو”.
په دغه جرګه کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځيني مشران هم ناست وه.
د دغه ګوند يو مشر سردار شفيق ترين وايي، چي موږ په دې نه وو خبر چي جرګې ته طالبان هم راغوښتل سوي دي، موږ ته فقط د جرګې بلنه راکول سوې وه.
افغان حکومت تل ويلي، چي په کوټه کي پاکستاني پوځ او استخباراتو طالبانو ته پټنځايونه ورکړي دي او دهغوی مالي ملاتړ کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه