کور / راپور / شيدا محمد ابدالي د اشرف غني په ګټه له خپلي کانديدۍ تېر سو

شيدا محمد ابدالي د اشرف غني په ګټه له خپلي کانديدۍ تېر سو

ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ نوماند شيدا محمد ابدالي تېره ورځ د اشرف غني په مشری د دولت جوړونکي ټيم په ګټه له خپلي کاندیدۍ تېر سو او د ښاغلي غني ملاتړ ئې اعلان کړ.

تېره ماښام په همدې مناسبت په کابل کي يوه غونډه جوړه سوې وه.

دغي غونډي ته د وينا پر مهال شيدامحمد ابدالي وويل: ”افغانستان د خپل تاریخ له خورا سخت پړاوه تېرېږي، زموږ ملت د کورنیو او بهرنیو لاسوهونو له کبله د شتون او نه شتون له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی او له دې ناخوالو څخه د وتلو په موخه زه د خپلې ټاکنیزې ډلې په استازیتوب د ملي ګټو په خاطر غواړم نننی پیوستون یو ښه زیری وبولم. ”

ولسمشر غني همدې غونډې ته په وینا کي له ښاغلي ابدالي مننه وکړه او له خپل ټیم سره د هغه یو ځای کيدل یې د ملي ګټو پر بنسټ وبلل:

له تاسې ځکه هم مننه کوم، چي ستاسې او زموږ ټولو چي دلته یو ځای سوي یو، لیدلوری د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی، ستاسې دا پرېکړه چي خپل کمپاین ودروئ او ما ته د یوالي لاس راکړئ، یوازې او یوازې د ملي ګټو پر اساس ده.”

له دې وړاني د نوماندانو له ډلي يو بل کانديد زلمی رسول هم د اشرف غني ملاتړ کړی وو.